خبرونه افغانستان
-
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ځانګړي ټیم په چپرهار ولسوالۍ کې یو خصوصي کلینیک له قانونه د سرغړونې له امله مهرلاک کړی دی.
-
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د شیلټر پروژې د کار بهیر وڅېړه.
-
د افغانستان د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلو لپاره د هند د مرستو تازه محموله هېواد ته رسېدلې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې مرسته کې د بیړنیو اړتیاوو لپاره خوراکي توکي او درمل شامل دي.
-
- 1404/07/05
هرات ته د ترکیې له لوري ۹۲۲ ټنه بشري مرسته چې خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي، رسېدلې ده. دغه مرسته د روزنک اوسپنې پټلۍ په تمځای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې او سیمهییزو چارواکو په حضور کې ورسپارل شوه.
-
د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت مسؤلینو له لوري د لښکرګاه ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د ښاري نظم او ترافیکي اصولو د ټینګښت په موخه ځانګړی کمپاين شوی.
-
مالیې وزارت وايي؛ د دې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه سويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
-
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف د ختیځ روغتیایي کمپلکس له چارو د ملي پراختیا شرکت استازو په شتون کې لیدنه او څارنه وکړه.
-
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د ښاري نظم د ټینګښت، د خلکو د خوندیتوب او د احتمالي جرمونو د مخنیوي په موخه د تور ښیښو پر ضد خپل ځانګړی کمپاین په دوامداره توګه پر مخ وړي.
-
نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل–جلالاباد پر لویه لار د کاکڅ په سیمه کې یو فولډر موټر د ډېر چټکوالي له امله د سړک د منځ جدول سره لګېدلی دی.
-
- 1404/07/03
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۶ تنه روږدي راټول کړي دي.


