خبرونه افغانستان
-
- 1404/07/03
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په وروستۍ سیالي کې میانمار هیواد ته د " ۸ – ۰ " ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړه او نېغ په نېغه د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته ووتله.
-
د پکتیا امنیه قوماندانۍ د اوروژنې عمومي مدیریت منسوبینو د ډنډ پټان ولسوالۍ په اړونده سیمه کې هغه لوی ټېلر ډوله موټر وژغوره، چې د زغالو د ګرمښت له امله یې اور اخیستی و.
-
- 1404/07/02
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې د کندز ولایت په چوغه سیمه او د خانآباد ـ تخار پر لویه لاره د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ۱۰۵ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق هڅه شنډه شوې ده.
-
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ملي لوبډلې ۳۰ لوبغاړو ته د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه د والیبال ملي لوبډلې د تمریني کمپ لومړی پړاو، چې یوه میاشت مخکې پيل شوی و، د غوره لوبغاړو په ټاکلو پای ته ورسېده...
-
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې لس نوي تولیدي شرکتونه رسماً پرانیستل شول. یادو مراسمو کې د هرات والي شیخ مولانا نور احمد اسلامجار، د صنعت او سوداګرۍ...
-
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست وایي چې د ګرځنده څارنې ټیمونو د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې په هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو کې په لویه کچه قاچاقي توکي نیولي دي.
-
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار او بغلان ولایتونو له علمای کرامو او قومي مخورو سره وکتل.
-
د نوي کابل ښار پروژې اړونده د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتون غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت معین مولوي ګلزرین په مشرۍ جوړه شوه، چې ټاکل شوې یاد روغتون د عطاء خیریه بنسټ په مالي ملاتړ جوړ شي.
-
د ریاست الوزرا دفتر وايي چې د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د تلې پر لومړۍ نېټه د فراه ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل.
-
د هلمند ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست وايي چې د دې ولایت په مرکز کې یو ماهر کوډګر د محتسبینو له لوري نیول شوی دی.


