خبرونه افغانستان
-
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درېیو اونیو په عملیاتو کې ۲۸۸ کسان د نشهيي توکو د خرڅلاو، قاچاق او کارولو په تور نیول شوي دي.
-
د لوګر امنیه قوماندانۍ د لویې لارې کنډک امنیتي منسوبینو یو کس د مرکز اړوند شهرک سیمه کې نیولی چې غوښتل یې شاوخوا ۸۰۰ ګرامه چرس له ازرې ولسوالۍ مرکز پل علم ته انتقال کړي.
-
د لغمان په مرکز مهترلام کې د بار وړونکي موټر او ریکشا د ټکر له امله شپږ تنه، چې درې یې ښځې دي، ټپیان شوي.
-
د فراه د کرکټ بورډ آمر عبدالرازق عزیزی وايي، د دغو سیالیو موخه د زدهکوونکو ترمنځ یووالی، ورورولي، همغږي او د ځوانو استعدادونو راسپړل دي.
-
د پنجشېر له بېلابېلو ولسوالیو ۴۰۰ ځوانان د پنځه میاشتنیو پوځي او مسلکي زده کړو لپاره نن کابل ته ولېږدول شول. دغه پروسه د ولسي غوښتنو، د ولایت د ادارې هڅو او د ملي دفاع وزارت په منظورۍ ترسره شوې ده.
-
د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت ځواکونو په لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې پراخ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې په زیاته اندازه نشه يي توکي او یوه د پروسس کارخانه کشف او نیول شوې ده.
-
دغه دریشۍ د افسرانو ،ساتنمنانو او ساتونکو لپاره ځانګړې شوې وې او د یو منظم پلان له مخې مسؤلینو ته وسپارل شوې.
-
د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست چارواکي وایي، د تېرې اونۍ په اوږدو کې یې د قلات ښار او یوولسو ولسوالیو په کچه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په تړاو ناستې کړي دي.
-
د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN Habitat) د افغانستان د ختیځې زلزلې له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.
-
پنځو نورو ولایتونو بلخ، زابل، بامیان، فراه او غزني کې ۳۵ تنه روږدي راټول شوي دي. یاد کسان د درملنې لپاره د غوښتنې د کموالي ریاست اړوندو روغتیایي کمپونو ته لېږدول شوي دي.


