خبرونه افغانستان
-
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د هند سفارت چارواکو په وروستۍ لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
-
د سرچینو په حواله د اسلامي امارت د سوداګریزو چارو مسولان په دې هڅه کې دي چې د هوا له لارې په انتقالاتو کې اسانتیاوې رامنځته کړي. د اطلاعاتو له مخې، د دې هدف لپاره د آریانا افغان هوايي شرکت ته لارښوونه شوې چې د صادراتو او وارداتو پر برخو ځانګړې بیې وټاکي.
-
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري.
-
ملي دفاع وزارت وایي، د دې وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۷۳۰ تنه ځوان منسوبین د درې میاشتنیو پوځي، مسلکي او عقیدوي زدهکړو له بشپړولو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
-
د د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې ۴۳۳ افغان کډوال د پاکستان او عراق له زندانونو څخه خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
-
د یوه تازه خبر له مخې د پنجشېر ولایت،خنج ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تلاشي پر مهال د دوآب په چیکپواینټ کې شاوخوا 20 زره ډالرو په ارزښت د زمرد قیمتي ډبرې هغه مهال ونیولې، چې یو تن هڅه کوله یادې ډبرې په غیرقانوني ډول کابل ته انتقال کړي.
-
د هرات ولایت امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت نن د ۵۰ ټنو څخه زیات بېلابېل ډول نشهيي توکي د عامه محضر په وړاندې وسوځول.
-
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې د افغانستان پلاوي د مشرتابه په ځانګړې لارښوونه او د ښه نیت پر بنسټ د پاکستان له استازو سره په استانبول کې دوه ورځې پرلهپسې خبرې وکړې، خو دا لړۍ بېپایلې پای ته ورسېده.
-
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني شخړو حل او ټولنیز عدالت ټینګښت په موخه د روانې اونۍ په اوږدو کې بېلابېلې کړنې کړې دي.
-
د ملي دفاع وزارت رسنیز ادرسونه وایي، چې د دې وزارت اړوند ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ تنه ځوان منسوبين له درې میاشتنیو نظامي، تکتیکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.


