خبرونه افغانستان
-
د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په یوه مقاله کې ټینګار کړی، چې د افغانستان له فعال ګډون پرته د مرکزي اسیا تلپاتې پرمختګ امکان نه لري.
-
د تاجیکستان یو لوړپوړی پلاوی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت، امنیت او نور مهم مسولین پکې شامل دي، نن (شنبه، د لړم ۲۴مه) کابل ته راورسېد.
-
مولوي ذبیح الله مجاهد له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې اوس هم د افغانستان د ځينو ګاونډیو هېوادونو په مرسته امریکایي بې پیلوټه الوتکې د افغانستان هوايي حریم ماتوي.
-
د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښونو له مخې، د ننګرهار والي محمد نعيم اخند او ورسره مل پلاوي د کونړ د وروستيو زلزلو له امله بېکوره شویو کورنیو د ځای پر ځای کولو لپاره په ګمبيري دښته کې ۱۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه ځانګړې کړې ده.
-
د غزني ښار د دويمې امنیتي حوزې اړوند البدر څلور لارې ته نیږدې د دوو بار وړونکو موټرو د ټکر له امله درې تنه ټپيان شول.
-
د ننګرهار امنیه قومندانۍ په دغه ولایت کې د ښاري نظم، امنیت او ناقانونه کړنو مخنیوي په موخه خپل عملیات لا چټک کړي دي.
-
- 1404/08/24
مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د هدایت پر بنسټ؛ یاد وزارت له (۱۴۴۷/۵/۲۱) نېټې څخه تر راتلونکو درېیو میاشتو پوري له پاکستان څخه را واردېدونکي درمل محصولوي او تر یادو ترېیو میاشتو وروسته را راورېدونکي درمل نه محصولوي.
-
- 1404/08/24
د هېواد د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستیالې روزمیري ان ډیکارلو سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې زلزله ځپلو او راستېندونکو سره د مرستو، د هېواد او سیمې وضعیت، بشري همکاریو او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړي.
-
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په ارګ کې د «حسن بصري رحمه الله» جامع جومات پرانیست او د جمعې لمونځ یې په کې ادا کړ.
-
د لوړو زده کړو وزارت رسنیزو ادرسونو پولیس راډیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي دوکتور طارق علي بخیط او ورسره مل هیئت سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.


