خبرونه افغانستان
-
د هرات ولایت د اسلامکلا په سرحدي ګمرک کې هغه خوراکي توکي چې تاریختېر او یا هم کیفیتلاندې تشخیص شوي، د ولایتي ادارو او د ګمرک د باصلاحیته استازو په حضور کې سوځول شوي دي. د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو عملیاتو کې شاوخوا (۲۱،۴) ټنه تاریختېر خوراکي توکي چې په ګمرکي هنګرونو کې مېشت وو، له منځه یوړل شول.
-
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د «نمبر۱» لویې لارې په اوږدو کې ترافیکې پېښې څلور کسان وژلي.
-
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د پارندې برېښنا بند د پرانیستې په موخه پنجشېر ولایت ته تللی.
-
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د جاپان له نوي سفیر کینیچي ماساموتو سره لیدنه کړې.
-
چارواکي وایي، نن چهارشنبه (د لړم ۲۱مه) په درې جلا ترافیکي پېښو کې په پنجشیر، کابل او فاریاب ولایتونو کې ۱۴ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
-
هلمند ولایت کې د کبانو فارم لرونکو ټولنې مسولین وایي چې په دې ولایت کې د ماهیانو د پالنې صنعت مخ پر وده دی او دغه ولایت کې هره میاشت ۳۰ زره کیلو ګرامه د کبانو غوښه تولیدیږي.
-
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د غزني ولایت د زرکشانو د پولي میتال کان د اکتشاف، استخراج او پروسس لپاره د یوه خصوصي شرکت سره رسمي هوکړهلیک لاسلیک شو.
-
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي معاون ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پرون د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه وشوه. په دې غونډه کې ۱۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له بحث او ارزونې وروسته یې شپږ پروژې د ټولټال ۳ میلیاردو او ۳۲۱ میلیونو افغانیو په ارزښت منظورې شوې.
-
د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو ادارې خبر ورکړی، چې د امام ابوحنیفه «رح» څلورم نړيوال نندارتون به ډېر ژر په کابل کې ترسره شي. د نندارتون د تنظیم مسؤلینو په وینا، په دې نندارتون کې به د شاوخوا ۱۵ هېوادونو پانګه وال او سوداګر ګډون وکړي.
-
د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت چارواکي وايي چې د روزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۱ زر او ۵۷۵ کیلوګرامه اومان کشف او په بشپړ ډول سوځول شوي دي.


