خبرونه افغانستان
-
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه غونډه کې، چې د قزاقستان په کوربتوب په آنلاین ډول ترسره شوې، د لومړي ځل لپاره ګډون کړی دی.
-
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ملي امنیت د پیاوړتیا په موخه یې د ویزو په پالیسۍ کې جدي بدلون راوستی او له دې وروسته به د افغانستان وګړو ته ویزې نه صادروي.
-
د بهرنیو چارو وزارت د تاجیکستان د ختلان ولایت په شمسالدین شاهین سیمه کې د درېیو چینايي اتباعو د وژل کېدو له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا پېښه یې په کلکه غندلې ده.
-
د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) سرپرستې او د سیاسي برخې مشرې، آغلې جورجټ ګانیون، له بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د تړل کېدو له امله د بشري مرستو پر بندښت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
-
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دوکتور محمدنعیم د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستيال دوکتور مهدي سبحاني سره لیدنه کړې.
-
تاشکند کې د افغانستان سفیر شیخ عبدالغفار بحر په ګډون د مرکزي اسیا ـ اذربایجان د اوومې مشورتي غونډې د پایلو په اړه ځانګړې ناسته ترسره شوه.
-
د افغانستان لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن په مسکو کې د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي، بختیار حکیموف، سره وکتل.
-
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د پاکستان له لوري په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ترسره شویو هوایي بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
-
د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د «مرسي کرېپس» نړیوالې بشرپالې موسسې له سیمهییز مسوول سانا جانس او په افغانستان کې د دې ادارې له رییسې ماریانا وانسهن سره د همکاریو د پیاوړتیا په موخه وکتل.
-
د اسلامي امارت د سترې محکمې د امر پر بنسټ په هېواد کې د زندانونو د ارزونې او بیاکتنې پروسې په پایله کې ۷۵۲۱ بندیان یا ازاد شوي او یا یې د بند موده کمه شوې ده.


