خبرونه افغانستان
-
نیول شوی کس دا مهال د پلټنو تر پروسې لاندې دی، او له بشپړو څېړنو وروسته به اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
-
د بلخ امنیه قومنداني له ټولو ښاریانو او موټر چلوونکو څخه غوښتنه کوي چې د قانون مراعات وکړي، خپل وسایط له تورو ښیښو پاک وساتي، او د ښار د نظم او امنیت په ټینګښت کې مسؤلانه همکاري وکړي.
-
د ژغورنې یادو عملیاتو کې د خوست امنیه قومندان الحاج ملا عبدالله حماد هم ګډون درلود او په نتیجه کې یې ښځې ، ماشومان او ګڼ شمېر کورني توکي ژغورل شوي.
-
یاده لیدنه د هوایي ډګر د امنیت د لا ښهوالي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
-
یاده تخنیکي سروې د مس عینک کان د پراختیایي چارو په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي.
-
د وارداتي توکو کنټرول او د کیفیت تضمین ددې ادارې له لومړیتوبونو څخه دی او هېڅ ډول بې کیفیته توکو ته به اجازه ور نه کړي چې د هېواد بازار ته دننه شي.
-
د خوست ولایت، نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د نوي کوټ کلي بزګرانو لهخوا د آمونو نمونوي کښت غوره پایله ورکړې ده. دغه کښت، چې د نوې تجربې په توګه پیل شوی و، د بزګرانو د هڅو، دوامدارې پاملرنې، عضوي سرې کارولو او منظمې اوبو لګونې په پایله کې خورا ښه نتیجه ورکړې.
-
امنیتي چارواکي زیاتوي، چې د یاد کس نیول د لوګر امنیه قومندانۍ د امنیتي ځواکونو د ګډو هڅو پایله ده.
-
ورته مهال ښاغلی بدخشی د یادی قومندانۍ د مسولینو ستونزی او مشکلات واوریدل او د حل په موخه یې اړونده ارګانونو ته سپارښتني وکړی.
-
- 1404/05/13
د عملیاتو پر مهال له دغو کسانو سره څلور موبایلونه او د قماربازۍ اړوند وسایل هم تر لاسه شوي دي.


