خبرونه افغانستان
-
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کړی، چې د ښاري نظم د تأمین په موخه به له هېڅ ډول غیر قانوني او خپلسرو چارو سره استثنايي چلند نهشي، او د ټولو ښاري سرغړونو مخنیوی به وکړي.
-
ارقام ښيي چې د روان ۱۴۰۴ کال په غويي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو
-
ښاغلي حنفي په مشرۍ دغه پلاوي به له له نژدې څخه له ګاونډي هېواد نه د جبري را ستنېدونکو هېوادوالو د بهیر څارنه وکړي او د هغوی لپاره به د لازمو اسانتیاو برابرولو او ستونزو ته رسېدنې په پار عاجل اقدامات تر سره کړي.
-
ښاغلي اشرف دغه راز له نورو ملي او نړیوالو شرکتونو غوښتنه کړې، چې د نورو شته فرصتونو په ترلاسه کولو کې ونډه واخلي او د افغانستان له کرېکټ بورډ سره ملګري شي.
-
د یادو سیالیو موخه د بادغیس پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره پهلوانانو ټاکل و
-
د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د لومړنیو معلوماتو له مخې، سیلابونو د نرخ ولسوالۍ د څینځایي سیمې پر خلکو شدید اغېز کړی، چې له امله یې یو تن شهید شوی او درې تنه ټپیان شوي، چې روغتیايي مرکز ته انتقال شوي دي
-
یاد کسان به له درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره يوځای شي.
-
دوی وړاندیز وکړ چې د کور او ښار جوړولو وزارت دې شرکت ته زمینه برابره کړي، څو د نږدې یو میلیون متره مربع ځمکې پر سر یو عصري ښارګوټی جوړ کړي چې د نړیوالو معیارونو سره سم وي، او د دې پروژې عملي چارې به په یوه کال کې بشپړې شي.
-
همداراز، د همدې مدیریت منسوبینو د ښار له بېلابېلو سیمو ۷ تنه نور روږدي راټول کړي او د درملنې لپاره یې ۵۰۰ کسیز روغتیايي کمپ ته انتقال کړي دي
-
د ماليې وزارت چارواکي وايي، دا ډول پروګرامونه نه يوازې د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لوړوي، بلکې د ګمرکي چارو د لا شفافيت، چټکتیا او اغېزمنتیا سبب هم ګرځي


