خبرونه افغانستان
-
د کاپیسا ولایت د محتسبینو په وینا: یاده مېرمن چې د کورني تاوتریخوالي او د خاوند د ناوړه چلند له امله له خپلو اولادونو او خاوند څخه له تېرو پنځو کلونو راهیسې جلا کړای شوې وه د محتسبینو له لوري د خاوند او مېرمنې تر منځ کورني مشکلات حل او بېرته له خپلو اولادونو سره یو ځای شوه.
-
د دغه ریاست مالي او اداري لوی مدیر اميد نیازی وایې چې تېر کال یې په دغه ولایت کې څه باندې ۵۲ زره کاغذي پېژندپاڼې او شاوخوا ۹۶ زره ۶۷۷ برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.
-
پنجشېر کې د مرکزي روغتون د نه شتون او په تېر کې د نه پاملرنې له امله د دې ولایت خلکو خپل ناروغان د دې ولایت د رخې ولسوالۍ او یا هم ګاونډیو ولایتونو ته د درملنې لپاره وړل اوس به د ۱۰۰ بستریز روغتون په جوړېدو سره یادې ستونزې حل شي .
-
ټاکل شوې ده چې د سروې پایلې به په ياد وزارت کې له اړوندو ریاستونو سره شریکې شي، څو یې پر بنسټ د مهاجرینو لپاره یو مناسب، منظم او د اړتیاوو مطابق ښارګوټی جوړ شي.
-
ددغه پرژو تر څنګ د مرکز سربېره په ولسواليو کې د لس کارېزونو د ترميم چارې هم تکميل او ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې. ذکر شوي پروژې په ګربزو ، اسمعيل خېلو او مندوزيو ، عليشرو، صبريو، باک، نادرشاه کوټ ، موسی خېلو او سپېره ولسواليو کې ترسره شوي دي
-
د احصایې ریاست مسؤلین وایي، هڅه کوي چې خدمات نور هم معیاري کړي او د خلکو غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي
-
د دې ولایت امنیه قوماندان ښاغلي قاري احمد الله بدر بيا پنجشېر رغنیزو پروژو د پلي کولو لپاره له هره پلوه مناسب وګڼه او د یاده وزارت او ولایت رهبرۍ ته يې د ډاډ سربېره د ولایت د رهبرۍ په پنځونه د پراخه پروژو پیل ته خوښي وښوده.
-
دغه سیالۍ د سریلانکا په کوربتوب د روانې میلادي میاشتې پر ۱۲مه پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.
-
د لوګر امنیې قوماندانۍ مسؤلین وایي، چې د دې ولایت بېلابېلو سیمو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله ۱۳ تنه هېواد وال ټپیان شوي او درې تنه نور خپل ژوند بایللي دي.
-
د عامې روغتیا وزیر، د هېواد رغونې برخه کې د هرات د خلکو ونډه وستایله او د دې ولایت اوسېدونکي یې با فرهنګه، غیور او پوه خلک یاد کړل، د پانګونې لپاره یې له بل هر وخت د ښو فرصتونو څخه یادونه وکړه او د امیرالمؤمنین حفظه الله پر مهربانۍ او پر ملت دردېدلو یې خبرې وکړې، چې موخه یې د ملت لپاره هوساینه او د ټپونو مرهم دی.


