خبرونه افغانستان
-
د غصب د مخنیوي په دې کمپاین کې لسګونه ناقانونه وسایل د مسؤولینو لهخوا ضبط شوي، او عاملین یې اړوندو عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.
-
بل لور قاري احسان احسان دملي راديو تلويزون آمر دټولو ځوانانو څخه داسلامي ارزښتونو ددفاع په پار دفعالې ونډې اخستلو په پار مننه وکړه. او په نورو ځوانانو يې غږ وکړ دغه برخه په خپلو ليکنو،او اشعارو، لا پياوړې کړي.
-
که څه هم مخکي په یادو ولسوالیو کي د مخابروي سيسټم اساسي جوړښت موجود و خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله یې فعالیت نیمګړی وو چي اوس د یادو ستونزو تر حل وروسته په ټولو ساحو او د امنيتي اوطاقو تر منځ پوره ارتباط جوړ سوی او د مرکزي مخابروي سيسټم سره وصل شوه.
-
د بنو ولسوالي د امنیه قوماندان قاری نقيب الله په وینا:دغه مهمات په غير قانوني ډول په يوه کرنيز ځمکه کې پټ شوي وو او د کشفي راپورنو له مخې د تولنی خدمتگاران( پولیس ) له خوا کشف شول، تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي او زمونږه پلټنې روانې دي.
-
د مړي جسد او ټپي کس یې د غزني حوزوي روغتون ته لېږدولي دي. همداراز، دواړه موټرسایکلونه د ترافیکو مدیریت ته وسپارل شول.
-
په دې دښمنۍ کې د يادو کورنيو درې غړو ژوند له لاسه ورکړی وو او شپږ ټپيان شوي وو، ترڅنګ يې ميليونونه افغانۍ ورته نغدي زيان اوښتی وو.
-
دغه سیالۍ د ۲۲ هېوادونو په ګډون د ازبکستان په کوربهتوب په نکوس ښار کې د روانې هجري میاشتې پر ۷ مه پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.
-
دغه نمرې د اړتیا او نفوس له مخې په درېیو کټګوریو وېشل شوي چې پنځه بسوې، لس بسوې او پنځلس بسوې راځي.
-
ښاغلي مولوي سعید وویل، یاده پروژه چې پخوا یې چارې په ټپه ولاړې وې، اوس د دې پروژې چارې بیا پیل شوې دي.
-
مولوي سردار محمد محمدي، د بلخ ولایت د اقوامو، قبایلو او سرحداتو ریس، وایي چې سږ کال د تېر کال په پرتله ډېرې قضیې حل شوي او دوی تل هڅه کوي چې دښمنۍ ختمې او خلکو تر منځ دوستي او ورورولي راولي.


