خبرونه افغانستان
-
ددې ترڅنګ د انار ګل مشاعرې د راتګ په مناسبت په عينو مېنه کي د مشاعرې د ځای د صفایۍ چارې هم رواني دي او ډېر ژر به یې د صفایۍ چارې بشپړې شي.
-
د یادوني وړ ده چي دا پروسه د اسلامي امارت له لوري د ځان بسایني، د ملي تولید د ملاتړ او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.
-
یاده غونډه کې د زابل والي الحاج ملا شير محمد شريف د خپلو خبرو پر مهال وويل زابل ته پاملرنه زياتيږي او د پوليسو ليکې به لا هم مسلکي کيږي هغه له ټولو مسولینو وغوښتل چې خپلو دندو ته متوجه او په ښه ډول د زابلیانو خدمت وکړي د زابل والي زياته کړه نظام کښي دنده لوی الهي مسئولیت دی او بايد په ښه ډول ترسره شي.
-
د امنیتي ځواکونو له رسېدو سره سم نښته پای ته رسېدلې، او امنیتي ځواکونو اصلي تورن کسان نیولي او د هغوی دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته د قانوني حل لپاره سپارلي دي.
-
په راټولو شوو کسانو کې ۹ تنه داسې سوالګر هم وو، چې پخوا یې هم څو ځله د سوال له امله نیول شوي وو، خو بیا یې دغه عمل تکرار کړی و. د دوی په اړه به له قانون سره سم چلند وشي، څو د تکراري سوال مخه ونیول شي.
-
د اور وژني مدريت له لوري پيښو ته په وخت رسيدنه او د خلکو د ځاني او مالي زیانونو مخنيوی هغه څه دي چې خوستي ولسونو له اړونده مسوولینو خوښي څرګندوي ، او له دوی غواړي چې خپلې چاري لکه د تير په څير چټکې او متوجه اوسې.
-
ازبک سفیر په خبرو کې د ټرانس افغان د پروژې ترڅنګ له ځينو نورو مسایلو هم یادونه کړې او پای کې دواړو لوریو د ښو اړیکو پاللو ژمنه کړې.
-
د دې پروژو له امله لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
-
د یاد وزارت خبرپاڼه وايي چې د؛ چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.
-
په ټپیانو کې د یو شمېر حالت نازک و، چې مرکز کابل ته انتقال شوي دي. په نښته کې د خیرالله د کورنۍ درې ټیکټرې د غنمو دالی سوځیدلې او یو سراچه ډوله موټر یې هم لږ زیانمن شوی دی.


