خبرونه اقتصاد
-
د خوست ولایت وياند مستغفر ګربز وايي چې ددې ولايت د مرکز اړوند په میاخیلو کلي د یو.ان.ډي.پي په مالي ملاتړ، د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د ۴۴۰ مترو په اوږدوالي یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. ګربز وايي، چې ياد کانال ۳۱ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.
-
- 1403/11/27
د فراه ولايت وياند وايې؛ چې د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په لرتي کلې کې د کليو بيارغونې او پراختيا رياست له لوري،د (UNHCR) مؤسسې په مالي ملاتړ، د ۹ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې رغنيزې چارې پیل شوې. سرچينه وايي، دغه ذخیره د ۸۰ متره مکعبه اوبو د ذخيرې وړتيا لري، چې د لمريزې بریښنا د ۲۷ تختو سولرو په نښلولو او ٧ زره مترو پایپ په غځولو سره د ۴ میاشتو په موده کې جوړېږي. هېره دې نه وي د دغې شبکې په بشپړیدو سره به د لرتي کلي ۴۱۴ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې او د رغنيزو چارو په بهير کې به يې لسګونو تنو کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شي.
-
- 1403/11/25
د هلمند ولايت ا.ق وياند ملا عزت اللّٰه حقاني وايي چې د ياد ولايت د والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي،د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معينيت مرستيال الحاج مولوي عطاء اللّٰه انوري،امنيه قومندان او يو شمېر نورو چارواکو په حضور کې يې د بنسټ ډبره کيښودل شوه. حقاني وايي چې د يادې ودانۍ چارې د کورنيو چارو وزارت له لوري په ۷۵ ميليونه او ۶۰۰ زره افغانيو په مالي لګښت،د الکوزي ساختماني شرکت له لوري به یې چارې د ۱۵ مياشتو په موده کې بشپړې شي.
-
د ا.ا.ا وياند ښاغلي مولوي ذبيح الله مجاهد پخپله ايکس ټولينيزه پاڼه ليکلي چې په کابل کې نوی خیرخواه مارکېټ د څه باندې ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې سره د دولتي او خصوصي مشارکت له لارې جوړ شوی دی. ښاغلي مجاهد زياته کړې چې دا د هېواد په سطحه یو له سترو او پرمختلليو تجارتي مراکزو څخه دی، چې د اسلامي امارت د راتګ څخه را وروسته يې د جوړيدو چارې پيل او دادی اوس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
-
د خوست ولايت وياند مستغفر ګربز وايي،د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (GAALO) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ سره، د خوست ولایت اړوند په صبریو ولسوالۍ کې د ۹۸۲ اړمنو کورنیو سره د ۶ قلمه بېلابېلو خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
-
- 1403/11/17
په څو شېبو کې به د نيمروز ولايت په چهار برجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. ځايي مسؤلان وايي، په څو شېبو کې به د نيمروز چهار برجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. د معلوماتو پر اساس دا پروژه به د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د اسلامي امارت د يو شمېر لوړ پوړو چارواکو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
-
- 1403/11/13
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد رسنيو ته ویلي، د روان ۱۴۰۳ کال له لومړۍ مياشتې څخه تر لسمې مياشتې پورې، د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۷۶۳ میلیونه امریکایي ډالرو ته پورته شوې، چې پکې د ۵۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات او ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شامل دي. وياند ويلي له افغانستان څخه هند ته په صادراتي توکو کې ممیز، اینځر، اینجه او ځينې نور توکي شامل دي.
-
د لغمان ولايت وياند عبدالمالک نيازی وايي:د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د فرمان پر اساس، په لغمان ولایت کې د صنعتي پارک لپاره ١٠٠٠ جریبه ځمکه تثبیت او سروې یې ترسره شوه. ښاغلي نيازي پوليس راډیو ته زياته کړې چې صنعت کارانو او کاریګرو ته د کار د زمينې برابرولو او د سهولتونو په موخه د صنعتي پارک د ځمکې د ټاکلو په پار ګډ هئیت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل_جلال اباد پر عمومي سړک د خیروخیلو ګردي کڅ په سیمه کې ١٠٠٠ جریبه ځمکه تثبیت او تاٸید کړه.
-
- 1403/11/02
د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤلان وايي؛ددې رياست له لوري د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د څه باندې (۴۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸) کیلومترو په اوږدوالي د فرعي سړکونو د جغل اچولو او هوارۍ چارې پیل شوې دي. دوي زياتوي چې په یاده پروژه کې به سلګونو تنو کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د يادې ولسوالۍ د اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هم هوارې شي.
-
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت پوليس راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي؛ددې وزارت لخوا د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ بین الولایتي بار وړونکو موټرو ترمینل کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت سره د یوې پروژې چارې بشپړ شوې. دوي ويلي په یاده پروژه کې چې ۱۰۰ دوکانونه، د اوبو رسولو سیستم لري چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.


