خبرونه اقتصاد
-
- 1404/09/15
د پاکستان ډان ورځپاڼې د پاکستاني صادرونکو، صنعتکارانو او سوداګرو له قوله ویلي، چې له افغانستان سره د لارو تړل کېدو له کبله ورته هره ورځ له څلور میلیونه ډالرو زیات زیان رسېږي.
-
کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پرې کېدو دوام د پاکستان اقتصادي جوړښت له جدي ستونزو سره مخ کړی او د دغه هېواد د بازارونو، تولیدي فابریکو او صادراتي لارو پر فعالیت یې منفي اغېز کړی دی.
-
مالیې وزارت وايي چې د هرات ولایت د اسلامکلا ګمرک کې نږدې ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بېکیفیته پټرول او ډیزل د محکمې د حکم پر اساس او د اړوندو دولتي ادارو د استازو په حضور کې له منځه یوړل شول.
-
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه غونډه کې، چې د قزاقستان په کوربتوب په آنلاین ډول ترسره شوې، د لومړي ځل لپاره ګډون کړی دی.
-
د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د «مرسي کرېپس» نړیوالې بشرپالې موسسې له سیمهییز مسوول سانا جانس او په افغانستان کې د دې ادارې له رییسې ماریانا وانسهن سره د همکاریو د پیاوړتیا په موخه وکتل.
-
د پیسو نړیوال صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي چې په پاکستان کې پراخ فساد، د مالیې څخه منظمې تېښتې او د عوایدو پټول د هېواد د خزانې د کمزورتیا اصلي لاملونه دي. د یاد سازمان په وینا، د قوانینو پیچلتیا او د څارنې کمزوری مېکانیزم دا ستونزې لا ژورې کړې دي.
-
مالیې وزارت وايي د پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو تر پرېکون وروسته د هېواد د وارداتو او صادراتو په بهیر کې هېڅ ګډوډي نه ده رامنځته شوې او سوداګري د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په عادي او منظم ډول پر مخ روانه ده.
-
کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شوی دی.
-
مالیې وزارت وايي، چې د نړیوال بانک او قراردادي شرکتونو د پروژو د پيسو اسناد د نړیوال بانک د ګډ ټیم او مالیې وزارت له خوا بررسي شوي او د پیسو د ورکړې لړۍ یې پيل شوې.


