خبرونه اقتصاد
-
د میدان وردګ ولایت د پوليسو وياند محمد يوسف اسرار وايي، د ا.ق اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت لخوا د (۳۲) هغو سوالګرو له کورنیو سره د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې د یاد مدیریت له لوري د یوې سروې په لړ کې را ټول او مستحق ګڼل شوي و. اسرار زياته کړې چې یادو سوالګرو ته یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ وریجې، پنځه لیتره غوړي، بوره، ګوګړ، مالګه، چای او صابون ورکړل شول. بل لور ته بيا مرسته اخيستونکي د ولايتي مسؤلانو څخه خوښ دي؛خو د لا زياتو نورو اړينو مرستو غوښتنه کوي.
-
د بلخ ولايت وياند حاجي زيد د ياد ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له قوله ويلي،چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د بلخ د والي الحاج ملا محمد یوسف وفا په همغږۍ، د یو خیریه بنسټ لخوا ددې ولايت ۱۴۷ د شهیدانو، معلولينو او اړمنو کورنیو سره د ۲ میلیونه ۴ لکو ۹۲ زره افغانیو په ارزښت نغدي مرسته ترسره شوه چې ۷۰ کورنۍ يي کونډې او معلولین او همدارنګه ۷۷ کورنۍ په کې یتیمان دي. د حاجي زيد په وينا چې د کونډو او معلولینو هرې کورنۍ ته ۱۸ زره افغانۍ او د یتیمانو کورنیو ته ۱۶ زره افغانۍ وويشل شوې، چې له دې سره به د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو کورنیو یو شمیر ستونزې هوارې شي.
-
ملي دفاع وزارت ويلي چې د کونړ د دانګام ولسوالۍ په دوبندو سېمه کې، د ۱۸ ميليونو افغانیوو په ارزښت د ۳۱ مترو په اوږدوالي او د شپږو مترو په پلن والي سره يو باب پل جوړ، د ۲۰۱ خالدبن ولید قول اردو قومندان مولوي عبدالصبور ابودجانه او د کونړ د والي مولوي قدرت الله ابوحمزه په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دوي ويلي د دغه پل په جوړیدو سره د سلګونو کورنيو د تګ راتګ ستونزې هوارې شوې.
-
د فاریاب د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلان وايي، چې د یاد ولایت په ۳ ولسوالیو، شیرین تګاب، خواجه سبزپوش او قیصار کې ۵ معیاري کشمش خانې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ او د ډاکار ولایتي دفتر په مرسته د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي. دوي ويلي د دغو ممیزو هرې خونې په ۳۳ متره مربع مساحت کې جوړې شوې او مناسبو شرایطو کې د انګورو د وچولو لوړ ظرفیت لري.
-
د کندهار ولایت وياند مولوي عزام وايي، ددې ولايت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د ژیړۍ ولسوالۍ په نهرکاریز حسن زی کلي کې د (۵،۲) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې د جوړولو چارې پیل شوې. نوموړی وايي دغه شبکه کې د (۲۰۰) مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د (۳۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ارتفاعي ذخیرې جوړول، د (۴۶۰۰) مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۲۰) سولري تختو او (۹۳) شیردهنونو نښلول شامل دي چې ۲۰۲ کورنۍ به د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
-
- 1403/11/30
د مهترلام ښاروالۍ وياند لعل آغا ابراهيمي وايي،چې ددې ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه په درېیو ربعو کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴ د بیارغونې پروژې د مهترلام ښار په بېلابیلو سيمو کې پلي شوي دي. همدارنګه په یادو پروژو کې سړکونه، پلچکونه، استنادي دیوالونه، د اوبو ژورې څاه ګانې، فلزي کثافت دانۍ،د ګلانو او بوټو د ښې ساتنې لپاره کټارې او برېښنايي تنویري پايي جوړول شامل دي.
-
د بغلان ولایت د مقام وياند وايي په بنو ولسوالۍ کې د یوه پانګه وال محمد جابر له لوري د ۲۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت د میوو د ساتنې لپاره یوه سړه خونه جوړه شوه. سرچينه وايي دغه سړه خونه د تازه میوو دساتنې او د خوساکیدو څخه د مخنیوي په پار جوړه شوې ده.
-
د لغمان ولايت وياند عبدالمالک نيازی وايي، ددې ولايت د کډوالو چارو ریاست په هڅو نن یکشنبه په لغمان کې ۸۰۵ کډوالو او بې وزله کورنیو سره نغدي مرستې، د مرستیال والي مولوي اخترمحمد مزمل په شتون کې ترسره شوې. نيازي زياته کړې چې په يادو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۱ زره ۴ سوه او ۴۰ افغانۍ، د AHF موسسې په مالي ملاتړ د اکټیډ تطبیق کوونکې موسسې لخوا د قرغیو او الینګار ولسوالۍ اوسېدونکو ته وويشل وشوې. بايد وويل شي چې یادې نغدي مرستې ټولې ۲۴ میلیونه افغانۍ کېږي، چې د کورونو د بیا ځلي جوړولو او د کورونو د کرایې لپاره د دوه میاشتو لپاره ورکول کېږي.
-
د خوست ولایت وياند مستغفر ګربز وايي چې ددې ولايت د مرکز اړوند په میاخیلو کلي د یو.ان.ډي.پي په مالي ملاتړ، د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د ۴۴۰ مترو په اوږدوالي یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. ګربز وايي، چې ياد کانال ۳۱ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.
-
- 1403/11/27
د فراه ولايت وياند وايې؛ چې د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په لرتي کلې کې د کليو بيارغونې او پراختيا رياست له لوري،د (UNHCR) مؤسسې په مالي ملاتړ، د ۹ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې رغنيزې چارې پیل شوې. سرچينه وايي، دغه ذخیره د ۸۰ متره مکعبه اوبو د ذخيرې وړتيا لري، چې د لمريزې بریښنا د ۲۷ تختو سولرو په نښلولو او ٧ زره مترو پایپ په غځولو سره د ۴ میاشتو په موده کې جوړېږي. هېره دې نه وي د دغې شبکې په بشپړیدو سره به د لرتي کلي ۴۱۴ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې او د رغنيزو چارو په بهير کې به يې لسګونو تنو کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شي.