شرعي او حقوقي چارې
-
د غصب د مخنیوي په دې کمپاین کې لسګونه ناقانونه وسایل د مسؤولینو لهخوا ضبط شوي، او عاملین یې اړوندو عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.
-
دا لاریونونه چې په ټول هېواد کې په یوه ورځ او یوه موده کې وشول؛ لاریونکونو یې د اسراییلو پر وړاندې له غزې سره د همدردۍ او ملتیا نعرې وهلې.
-
- 1404/03/10
په دې مناسبت د دیني علماوو، قومي مشرانو او عامو خلکو له خوا دعا وشوه چې الله تعالی دې د غزې مسلمانانو ته نجات ورکړي، د ظالمانو شر دې دفع کړي، او اسلامي امت ته دې یووالی، همغږي او بریا ورکړي.
-
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې د را روانې جمعې په ورځ په غزه کې د ظلم او نسل وژنې پر وړاندې په ټول هېواد کې غږ پورته کېږي. یاد وزارت له هېوادوالو غوښتي چې ټول برخه واخلي او زیاته کړې یې ده، چې موږ هم ايماني او هم د انساني خواخوږۍ له مخې د غزې له مظلومو خلکو سره په همدردۍ او ملاتړ مكلف يوو.
-
په کابل کې د ياد رياست استازو په ډيرو هلو ځلو تلونکو حاجیانو ته هر راز اسانتياوې برابرې کړې وې او محترم حاجيان يې پرته له کومې ستونزې روخصت شول.
-
د کاپیسا ولایت د محتسبینو په وینا: یاده مېرمن چې د کورني تاوتریخوالي او د خاوند د ناوړه چلند له امله له خپلو اولادونو او خاوند څخه له تېرو پنځو کلونو راهیسې جلا کړای شوې وه د محتسبینو له لوري د خاوند او مېرمنې تر منځ کورني مشکلات حل او بېرته له خپلو اولادونو سره یو ځای شوه.
-
په دې موخه جوړې شوې غونډه کې مسؤولینو د الهي احکامو د تنفيذ او عملي کولو اړوند هر اړخیزې ویناوې وکړې.
-
یاده دې وي چې په دې تړاو ناستو کې محتسبینو ویلي چې د اسلام مبارک دین ښځو ته حق ورکړی، څو د خپل ژوند ملګری انتخاب کړي او هېڅوک اجازه نه لري چې هغوی له چا سره په جبر نکاح ته اړ باسي.
-
دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له ټولو سوداګرو او هټۍ والو څخه غوښتي وو چې د شرعي اصولو سره سمه سوداګري وکړي، د خلکو روغتیا ته پاملرنه وکړي او له داسې کړنو ځانونه وساتي چې دنيوي او اخروي زیانونه له ځانه سره لري.
-
د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، د هغه په وینا: هیڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسي چې د مېرمنو حقوق ګواښي.