شرعي او حقوقي چارې
-
د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته، د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې د یاد ولایت په مارمل ولسوالۍ کې د څوارلس زره پنځهسوه دوه شپېته (۱۴۵۶۲) جریبه ځمکې، د مزار شریف ښار اړوند په نهمه ناحيه کې د شهيد بلخي ښارګوټي اته سوه اته (۸۰۸) جریبه ځمکې، په دشت شور ساحه کې د هاشمي ښارګوټي څه باندې شپږه سوه اتيا (۶۸۰) جریبه ځمکې او د شولګرې ولسوالۍ اړوند په بابه عوض کلي کې د څه باندې نهه پنځوس (۵۹) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یې یادې ساحې امارتي تثبیت او تشخیص شوې. هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي. همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.
-
د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د جمادی الثاني د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د تخنیکي هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه. په دې ناسته کې، د ياد ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په زردکمر ساحه کې د څلور زره (۴۰۰۰) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث وشو. تخنيکي هيئت په دې ناسته کې پرېکړه وکړه چې یاده ساحه دې له نږدې بررسي شي. همدارنګه، په دې ناسته کې د کندز ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسيې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.
-
- 1403/09/22
ډېری هېوادونه له افغانستانه د ملاتړ هوډ لري, دغهراز د اسلامي امارت پلاوي د دوحې د غونډې په څنډه کې د ایران، پاکستان او قطر له ځانګړيو استازو سره هم وکتل.


