شرعي او حقوقي چارې
-
ښاغلي شیخ صاحب ټینګار وکړ چې د خویندو او عامو وګړو د ټولو شرعي حقونو خوندیتوب په پار د یاد وزارت په هڅو د خلکو لسګونه زره شکایتونو ته رسېدنه شوې، ۲۵ زره خویندو ته میراث ورکړل شوی او د ګڼ شمېر نورو ناوړه دودونو مخنیوی ترسره شوی دی.
-
- 1404/02/06
د دې وزارت چارواکو د رسنیو له استازو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی په خپلو نشراتو تر هرچا ډېر د ټولنې به تربیه کې مهم رول لري.
-
امر بالمعروف وزارت رسنیو ته ویلي چې د دې وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین وروستي فرمان لاښه پلي کېدو په موخه ناسته تر سره شوې.
-
د قصاص حد جاري کيدلو ځای ته د اصلحې، ځيرک موبایلونو او دانځور اخيستلو وسايلو د وړلو څخه په کلکه توګه منعه ياده شوې ده.
-
- 1404/01/07
امیرالمومنین حفظه الله په خپل رالېږلي پیغام کې هېوادواولو ته په ګڼو موضوعاتو سپارښتنې هم کړې دي.
-
په کعبه شریفه کې د اووهویشتمې روژې په شپه د عبادت کونکو شمېر۳،۴ میلیونه کسانو ته رسېده.
-
یاده مور د خپلو اولادونو له لورې له سخت چلند، وهلو ټکولو او د شرعي حقوقو له نقض سره مخ وه.
-
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر تېره ورځ کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال د دغه وزارت د تېرې سلواغې میاشتې د فعالیتونو په تړاو له رسنیو سره خپل مالومات شريک کړل.
-
امر بالمعروف نهی عن المنکر او د شکایاتو د اورېدو وزارت روانه میاشت ۸۵۹ شکایتونو ته رسېدنه کړې.
-
د عدلیې وزارت مؤظف هیئت د مرکز زرګرانو د اتحادیې له رئیس او د هیئت نورو غړو سره لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ او په دغو ولایتونو کې یې د زرګرانو د فعالیت څرنګوالی بررسي کړ. یاد هیئت د طلا په عیار او نرخ کې د جعلکارۍ د مخنیوي په موخه په ننګرهار ولایت کې د زرګرانو ۱۴۰ دوکانونه او ۷۰ کارخانې او په لغمان ولایت کې ۲۲ نور دوکانونه بررسي کړل. د دغې بررسۍ په ترڅ کې هیئت له زرګرانو سره موجود غیر معیاري سره زر مشخص کړل او هغوی ته يې د دې توصیې پر مبنی چې په راتلونکي کې د غیرمعیاري سرو زرو له پلورلو څخه ډډه وکړي، له یادو زرګرانو څخه ژمنه هم واخیسته. همدارنګه موظف هیئت د لغمان ولایت له یو شمېر زرګرانو سره هم ناسته ترسره کړه او د اتحادیې رامنځته کولو او د هغې د اهمیت په اړه یې خبرې وکړې چې په ترڅ کې یې یوه اتحادیه جوړه او د نظر سنجۍ په اساس دوه تنه د رئیس او مرستيال په توګه وټاکل شول. د عدلیې وزارت موظف هیئت په نورو ولایتوکې هم د زرګرۍ دوکانونه او د سرو زرو پلورنځي بررسي او نظارت کوي ترڅو بازار ته معیاري سره زر عرضه شي او د جعلکارۍ مخه ونیول شي.


