خبرونه نړۍ
-
دغه راپور چې د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) خپور شوی، پکې راغلي چې د دفاع وزارت د نوم بدلول کېدای شي د امریکا د کانګرس له لارې وشي، خو سپینه ماڼۍ د دې طرحې د پرمخ بیولو لپاره نورې لارې هم په پام کې نیولي.
-
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا نن یکشنبه تیانجین ته ورسېد چې د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون وکړي. په دغه سازمان کې چین، روسیه، هند، پاکستان او ایران شامل دي او د لوېدیځو سازمانونو پر وړاندې بدیل بلل کېږي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسټرالیا له لوري د ایران د سفیر د اېستلو په غبرګون وایي: «زه له جنګي جنایتکارانو سره د همغږۍ عادت نه لرم، خو د نتنیاهو یوه خبره سمه ده چې وایي، د اسټرالیا لومړی وزیر په ریښتیا هم یو کمزوری سیاستوال دی.»
-
له بل پلوه د جمو او کشمیر ځایي حکومت د سختو ورښتونو له امله د ټولو ښوونیزو ادارو او دفترونو د تړلو امر کړی دی.
-
د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر ټوني برک څرګنده کړې، چې د ایران د سفیر د اېستلو پرېکړه د دغه هېواد د امنیتي او استخباراتي ارزونو پر بنسټ شوې او په دې تړاو د اسراییل د لاسوهنې خبرې بېاساسه دي.
-
په ترکیه کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر او د سوریې لپاره ځانګړي استازي ټام بارک په لبنان کې د یوې غونډې وروسته د خبریالانو پر وړاندې داسې څرګندونې کړې، چې د دغه هېواد په کچه یې توند غبرګونونه راوپارول.
-
- 1404/06/04
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي تازه اعلان کړی، چې له خپل هېواده یې د ایران سفیر شړلی او په تهران کې یې د اسټرالیا سفارت هم تړلی دی...
-
د پاکستان په پنجاب ایالت کې ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو د ګواښ له کبله تر ۲۴زره ډېر کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
-
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د اوکراین بېپیلوټه الوتکو د روسیې اټومي بټۍ په نښه کړې او هلته پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
-
- 1404/06/04
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ‘د بهرنیو چارو وزیرانو په ځانګړې غونډه کې د ګډون په موخه’ سعودي عربستان ته سفر کړی دی.


