خبرونه افغانستان
-
- 1403/12/13
دپنجشیرولایت امنیه قوماندانۍ پرسونل (24 )ساعته په خپلو دندومؤظف اودامنیت دتأمین په موخه ثابت اوسیارچیک پاینټونه اوګزمې ترسرکوي.
-
ولايت وياند حاجي زيد پوليس راډیو ته ويلي، چې ددې ولایت د ټولګټو چارو ریاست او کنډک شهراه له لوري تېره شپه د حیرتان او مزار پر عمومي سړک بند پاتي موټر له شګو څخه رایستل شوي او دغه شاهراه د شګو څخه پاکه شوې ده. د ښاغلي حاجي زيد په وينا یاده شاهراه تېره شپه د ریګونو او شديد باد له کبله د څو ګړيو لپاره د تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې وه چې دواړو خواو ته سلګونه عرادې موتر بند پاتې و.
-
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۱۵.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست په محصولي ګمرک کي د کارکوونکو له پاره لیلیه جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل شوې ده.
-
د کندهار امنیه قومندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیریت په تېره یوه اونۍ کي د کندهار په یو شمېر حوزو او ولسوالیو کي د نشهیي توکو پر ضد ۴۹عملیاتونه ترسره کړی دي.
-
د پوليس راډیو د سرچنو د خبر له مخې؛ تېره شپه ناوخته د تورخم پر پوله پاکستاني مليشو د افغان پولهساتو د تاسيساتو جوړولو پر مهال بريد کړی چې په مقابل کې يې افغان ځواکونو ګړندی ځواب ورکړی.
-
د مویتای نړیوالو سیالیو په موخه د افغانستان د مویتای فېډرېشن لوبغاړو درې یوه کسیزه ډله د هېواد د ورزش ادارې په هراړخیز د تالینډ مرکز بیناکاک ته روانه شوه.
-
- 1403/12/12
د پروان ولایت سیمهییز منسوبین وايي چې په دې ولایت کې د دوو کورنیو منځ یوه زره دوښمني پای ته ورسېده
-
د ټولګټو چارو وزارت له خوا د کونړ په ناړۍ او شیګل ولسوالیو کې د ۳۵۰ متره بولډروال او ۲۰ متره کانکریټي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې. د کونړ ولایت وياند عبدالغني مصمم د ياد ولايت د ټولګټو چارو رییس قاري قدرت الله معاذ له قوله ويلي، د ناړۍ ولسوالۍ عمومي سړک چې کنړ له نورستان سره نښلوي د سیند له ګواښونو څخه د ژغورلو په موخه د ۳۵۰ بولډروال چې ۶ متره پلنوالي به ولري چارې پیل شوې. بلخوا بيا شيګل ولسوالۍ سورړانو خوړ کې هم د ۲۰ متره کانکريټي ديوال جوړولو چارې پیل شوي چې پرمټ به یې د عمومي سړک د له مینځه وړلو مخه ونیول شي.
-
د بلخ ولايت وياند حاجي زيد د ياد ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له قوله ويلي،چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د بلخ د والي الحاج ملا محمد یوسف وفا په همغږۍ، د یو خیریه بنسټ لخوا ددې ولايت ۱۴۷ د شهیدانو، معلولينو او اړمنو کورنیو سره د ۲ میلیونه ۴ لکو ۹۲ زره افغانیو په ارزښت نغدي مرسته ترسره شوه چې ۷۰ کورنۍ يي کونډې او معلولین او همدارنګه ۷۷ کورنۍ په کې یتیمان دي. د حاجي زيد په وينا چې د کونډو او معلولینو هرې کورنۍ ته ۱۸ زره افغانۍ او د یتیمانو کورنیو ته ۱۶ زره افغانۍ وويشل شوې، چې له دې سره به د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو کورنیو یو شمیر ستونزې هوارې شي.
-
د افغانستان اسلامي امارت وياند ښاغلي مولوي ذبيح الله مجاهد پخپله ايکس پاڼه ويلي، چې امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د روزګان ولایت د علماوو شورا او قومي مشرانو سره کتلي دي. ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې په دې کتنه کې د روزګان ولايت د علماوو د شورا رئیس مولوي عبدالغفار د ياد ولایت د وضعیت د وړاندې کولو ترڅنګ؛ د علماؤ د فعالیتونو او د خلکو ستونزو په اړه هم معلومات وړاندې کړي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په ياده کتنه کې بيا عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د علماوو شورا هڅې ستایلي او ټینګار یې کړی، چې علما باید د خلکو د فکر په جوړولو او خلکو ته د دين په رسولو کې زياتې هڅې وکړي. همدا راز په ياده کتنې اميرالمؤمنين حفظه اللّٰه د ارزګان ولايت علماء مکلف کړي چې د خلکو د ستونزو د حلولو او د اختلافاتو په ختمولو کې پوره هڅې وکړي. ياده دې وي چې د ددې کتنې په پای کې اميرالمؤمنين حفظه اللّٰه روزګان کې د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.