خبرونه افغانستان
-
ملي دفاع وزارت ويلي، د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۲۳۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایز ملاتړ او عمومي خدمتونو ښوونځي له بېلابېلو مسلکي څانګو څخه فارغ او خدمت کولو ته چمتو شول.
-
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت وياند علا محمد مدني پوليس راډیو ته ويلي، د کابل ولايت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبینو په مرسته د کابل ښار له بيلابيلو سیمو څخه ۱۵۲ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه د امید روغتيايي مرکز ته ورپیژندل شوي دي.
-
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې ددې وزارت د لرغون پیژندنې مسلکي پلاوي لخوا په لغمان ولايت کې ۲۸ لرغونې او تاریخي سیمې سروې او ثبت شوي دي. دوي ويلي له دغو سیمو څخه يې ۵ په مرکز مهترلام ښار کې، ۱۴ په الینګار، ۵ په الیشنګ او پاتې ۵ په قرغیو ولسوالیو کې تثبیت شوې دي.
-
د هلمند ولايت د پوليسو وياند ملا عزت اللّٰه حقاني وايي چې ددې قومندانۍ اړوند د پولیسو د ښوونيز او روزنيز مرکز له ۱۱مې دورې څخه ۷۰۲ تنه مجاهدين د خپلو نظامي او عقيدوي زده کړو تر بشپړېدو وروسته فارغ شول. همدا راز د فارغ شويو پوليسو له ډلې څخه، ۵۳۱ تنه د هلمند او پاتې ۱۷۱ تنه يې د نيمروز ولايت دي چې له دې سره د اسلامي امارت له حاکميت نه را وروسته تر دا مهاله، له دې اکاډمۍ څخه ۶ زره پوليس فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.
-
- 1403/12/06
د اميرالمؤمنين حفظه اللّٰه د حکم پر اساس،د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتيژۍ معین مولوي عبدالحق مخدوم له لوري مولوي سمیع اللّٰه حزب اللّٰه د تخار لپاره د نوي والي په توګه معرفي او د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت مسؤلانو ته ور وپېژندل شو. په معرفت غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ معین مولوي عبدالحق مخدوم په خپلو خبرو کې ويلي چې تغیر او تبدیل د نظام یو اصل دی. ښاغلي معين د مخکيني والي کړنې ستايلي او نوي والي ته يې په چارو کې د اللّٰه ج له درباره د ښه خدمت غوښتنه کړې. ياده دې وي چې مولوي سمیع اللّٰه حزب اللّٰه له دې وړاندې د کندهار ولايت د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کوله.
-
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې وياند وايي، د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په سلواغه میاشت کې ۳ زره او ۷۴۷ بهرمېشتو هېوادوالو ته د کاغذي تذکرې غیرې حضوري خدمتونه وړاندې کړي دي. وياند وايي ددې ترڅنګ بيا یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت ۹ زره او ۱۸۵ هېوادوالو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو راوستو، ۱۰ زره او ۶۳۴ کسانو ته د کاغذي تذکرې د تایید او ۷ زره او ۱۷۲ کسانو ته د نوې او مثنی تذکرې د وېش اوکاغذي تذکرو دلغوه کولو خدمتونه وړاندې کړي دي.
-
د کندهار ولايت د پوليسو وياند ملا اسدالله جمشيد وايي، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري په تېره یوه اونۍ کې د نشه یي توکو پر ضد ۵۴ بريالي عملیات ترسره شوي دي. د جمشيد په وينا په دغو عملياتو کې د ۸ تنو تورنو د نيول کېدو ترڅنګ؛څه اندازه نشه يي توکي او ۵ سیټه غلا شوي موبایلونه هم نیول شوي دي. همدا راز په یادوو عملیاتو کې ۸ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې او ۱۱۴ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه روغتون ته ورپېژندل شوي دي.
-
د ښارواليو چارو سمون عمومي رياست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، فراه ښاروالۍ د ښار د زرغونتیا او سمسورتیا په موخه ۳ معیاري ګلخانې جوړي کړې،چې په یادو ګلخانو کې به مثمر او غیر مثمر نیالګي روزل کیږي. سرچينه زیاتوي چې په دغو ګلخانو کې به د بېلابېلو ډولونو نیالګي پالل کیږي، چې وروسته به د ښار په مهمو برخو کې کېنول شي.
-
د بلخ ولایت د والي وياند حاجي زيد پوليس راډیو ته وویل چې د ياد ولايت د والي په ځانګړې لارښوونه، د بلخ ولايت د علماوو شوری د رئیس په مشرۍ یوه ۹ کسیز پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او د هغه هیواد له چارواکو سره یې کتلي دي. د حاجي زيد په خبره، په دغه غونډه کې د ګډ بازار، ټرانزیټي وسایطو ته د اجازې ورکولو، د ګډ بازار روغتون ته په پېژندپاڼې سره د عاجلو ناروغانو وړلو اجازې او د وېزې د صدور په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي. سرچينه زیاتوي، په دغه غونډه کې د یو لړ نورو ورته مهمو مسایلو په اړه دواړو لورو یو لړ پرېکړې هم کړې دي.
-
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې د ياد وزارت چارسمبال وزير الحاج نورالدین عزیزي په الماتا ښار کې د افغان سوداګرو لپاره د یوه سوداګریز مرکز د جوړولو، د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ د قراردادونو په تړاو د ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو، په افغانستان کې د قزاقي سوداګرو د پانګونې او په کابل کې د قزاقستان د سفارت له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو د صادرولو په تړاو د آسانتیاوو رامنځته کېدو په اړه ګټور بحثونه ترسره کړي دي.