خبرونه افغانستان
-
ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛تېره ورځ د رياست الوزرا اداري مرستيال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي پخپل کاري دفتر کې د غور ولايت له يو شمېر علماؤ سره وکتل. خبرپاڼې ويلي چې د غور ولايت علماؤ په ياد ولايت کې د ولايتي مسؤلانو او مجاهدينو هڅې وستايلې او ډاډ يې څرګند کړی چې د اسلامي امارت له حاکميت نه را وروسته دوي د ارام ساه ويستلې او په خوښۍ سره خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي. په ورته وخت کې بيا د رياست الوزرا اداري مرستيال دوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ويلي چې افغانانو ته د هوساينې او بشپړ امنيت ټينګښت د دوي مسؤليتونه دي او ډاډ يې ور کړی چې دوي به له هېودوالو څخه هېڅ راز هڅې دريغ نکړي.
-
د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر پولیس راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي؛چې د ياد وزارت چارسمبال وزير شیخ عبدالحکیم شرعي په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره کتنه کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ياد هېواد مرستې ستایلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د لا همکاریو او اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی. خبرپاڼې زياته کړې چې ښاغلي شرعي ویلي، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته پوره ژمن دی. بل لور ته بيا د ترکېې سفير ویلي، د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې پرمختګونه په دوامداره توګه څاري او سپارښتنه یې ورکړې، چې بايد له اسلامي امارت سره اړیکې لا زیاتې پياوړې شي.
-
- 1403/10/30
په لومړي ځل د (٢٧٠) میلیونو افغانیو په ارزښت د پوهنتونونو لپاره لابراتواري وسایل وپېرل شول
-
- 1403/10/30
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې د ياد وزارت د نوي چارسمبال وزير ښاغلي مولوي عبدالکبير په مشرۍ د ياد وزارت په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه. خبرپاڼې زياته کړې چې په ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت د فعالیتونو، پلانونو او ستونزو په هکله خبرې اترې ترسره شوې او اړوندو مسؤلانو د خپلو چارو په اړه چارسمبال وزیر ته معلومات ورکړي دي. په همدې حال کې بيا د مهاجرینو چارو وزیر د ستونزو او ننګونو د حل په اړه ډاډ څرګند کړی او د وزارت اړوندو مسؤلانو ته یې په کارونو کې د اخلاص، امانت او چټکتیا سپارښتنه کړې ده. بايد وويل شي چې په ياده غونډه کې ښاغلي مولوي عبدالکبير پخپلو خبرو کې ويلي؛مونږ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه سره بيعت د دندو په خاطر نده کړی، بلکې په اسلام او شريعت مو ورسره بيعت کړی او مونږ او تاسو د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په پوره اطاعت مکلف يوو.
-
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پخپله ايکس پاڼه ليکي، چې د سالنګونو لویه لاره نن سهار وختي د زياتې واورې د اورښت، د لید ساحې د محدودیت او توپان له امله په موقتي ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. حق شناس زیاته کړې، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست ټول ټیمونه د لويې لارې د پاکولو هڅه کوي ترڅو ياده لاره د ترافیکو پرمخ بېرته خلاصه کړي.
-
د بلخ ولايت د پوليسو وياند محمد عيسی وثیق وايي چې ددې ولايت د پوليسو له ښوونيز او روزنيز مرکز څخه؛ ۱۰۷ تنه د پنځو ولايتونو د حوزو او ولسوالیو د تعليم او تربيې امرين، د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترځ کې د بري ليکونو په اخيستلو سره فارغ شول.
-
- 1403/10/24
د لغمان ولايت وياند عبدالمالک نيازي پوليس راډیو ته وویل چې په بادپښ ولسوالۍ کې د دوو اسماعیل او لعل دين کورنيو ترمنځ شپيته کلنه دوښمني چې د ځمکې په سر رامنځته شوې وه،حل او په دوستۍ بدله شوه. بل لور ته بيا د دواړو کورنيو غړي د ولايتي مسؤلانو څخه خوښ دي او وايي چې اوږده مهاله دوښمني مو د ولايتي مسؤلانو له لوري حل شوه او له دې وروسته به خپل عادي ژوند پر مخ وړو.
-
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې وياند محمد حلیم رافع پوليس راډیو ته وویل؛ د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ له پیله تر اوسه ۱۵ میلیونه او څه باندې ۱۸ زرو کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوي، چې ۹ میلیونه او ۶۷ زره یې نارینه او ۵ میلیونه او ۹۵۲ زره یې ښځینه دي. ښاغلي رافع زياته کړې چې په وېشل شویو الکترونیکي تذکرو کې تر ټولو ډېرې يې، په کابل کې چې ۶ میلیونه او نږدې ۲۲۵ زره، په هرات کې یو میلیون او څه باندې ۶ زره، ننګرهار کې ۷۶۵ زره او ۲۵۶، بلخ کې څهباندې ۶۷۸ زره او په کندهار کې نږدې ۵۲۶ زره او پاتې تذکرې په نورو ولایتونو کې وېشل شوې دي.
-
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت وياند وايي؛ددې معينيت پوليسو له خوا د هېواد په پنځو ولایتونو بلخ، لغمان،کاپيسا، فراه او پروان کې ۲۹ تنه روږدي، چې له ډلې څخه يې ۲۰ تنه په بلخ، ۲ تنه په لغمان، ۱ تن په کاپیسا، ۲ تنه په فراه او ۳ تنه نور بيا په پروان کې راټول او د درملنې په موخه په یادو ولایتونو کې روغتيايي کمپونو ته ور پیژندل شوي دي.
-
د پنجشېر ولايت وياند سيف الدين لټون پوليس راډیو ته وویل: چې په روان کال کې دې ولايت ته ۲۰۰ تنه ځوانان او ۱۶۰ کورنۍ له؛ ايران،ترکيې او پاکستان څخه دې ولايت ته راغلي دي. ښاغلی لټون زياتوي چې راستانه شوو ځوانانو ته د ولايتي مسؤلانو له لوري په بيلابيلو برخو کې د کار زمينې هم برابرې شوې دي. پاتې دې نه وي چې په يادو راستانه شوو پنچشيري ځوانانو کې د تېرې ادارې نظاميان هم شامل دي او دوي په دې ولايت کې د شته امنيت څخه پوره خوښي څرګندوي.