خبرونه افغانستان
-
د بلخ ولايت د پوليسو اکاډمۍ مسؤلان وايي چې ددې ولايت د پوليسو ښوونيز او روزنيز مرکز له قومندانۍ څخه،د بلخ ولايت د ملل متحد محافظتي کنډک،۲۰ تنه ساتونکي د يو مياشتنيو مسلکي او نظامي زده کړو تر بشپړېدو وروسته فارغ شول.
-
د میدان وردګو ولایت د پوليسو وياند محمد يوسف اسرار وايي چې د مرکز ميدان ښار د ابراهيم خېلو او د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند د عبدالعلي کلا د دوو کورنیو تر منځ چې د قتل په سر رامنځته شوې وه، د یادو سیمو د قومي مشرانو، مخورو او د قومندانۍ د مسؤلانو په هڅو سره په دوستۍ بدله شوه.
-
- 1403/10/18
د لغمان ولايت وياند عبدالمالک نيازي د ياد ولايت د کرنې ریاست د مسؤلانو له قوله ويلي؛ چې ددې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کرنیز پراختیایي پروګرام په لګښت، د UNDP موسسې لخوا د کرنې ریاست په هڅو د ۹۵ میلیونه ۲ لکه ۸۰ زره افغانیو په ارزښت په ۳۰ هکتاره ځمکه کې د بیرې او عنابو ځنګل کرل کیږي، چې د سیمې د ښکلا ترڅنګ به د شاتو مچیو روزنې او د شاتو تولید ته ښه زمینه برابره کړي. ښاغلی نيازی وايي یاد ځنګه کې به ۵۰ زره ونې کینول شي چې هم مهاله ورسره سلګونو ځوانانو ته د کار زمينې برابرول ترڅنګ به ځمکې د سیلابونو له خطر څخه وژغورل شي او په راتلوونکي کې به په دې ولايت کې د بیرو تولید هم زیات شې.
-
د ننګرهار ولايت د پوليسو وياند سيد طيب حماد وايي؛د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پوليسو د جلال آباد ښار له بېلابېلو سیمو او همدارنګه د اچین او کوز کونړ ولسوالیو څخه ۴۵ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه یې د کابل امید روغتون ته ولېږدول. حماد وايي په دې ولايت کې به د روږدو ټولو لړۍ تر هغې روانه وي؛ترڅو چې د ننګرهار له مرکز او ولسوالیو څخه مو په بشپړ ډول د روږدو ځوانانو درملنه نه وي کړي.
-
- 1403/10/18
د سرپل ولایت ا.ق وياند حافظ نقيب اللّٰه علم يار وويل: چې نن ورځ د مرکز اړوند ۳مې حوزې د امام کلان سيمه کې په يوه کور کې د برق د شارټۍ له امله اور لګېدنه رامنځه شوې چې د اطفایې آمریت منسوبینو له لوري پر وخت سره مهار شوه. علم يار وايي چې په ياده اور لګيدنه کې د پنځه لکه افغانیو په ارزښت توکي سوځول شوي او د دیارلس لکه افغانیو په ارزښت توکي د اور وژنې ټيم په هڅو سره د سوځېدو څخه ژغورل شوي دي.
-
د پنجشېر ولايت وياند سيف الدين لټون پوليس راډیو ته وویل؛ چې د ياد ولايت د والي الحاج حافظ محمد آغا حکیم، ولايتي مسؤلانو او قومي مشرانو په هلو ځلو، د ۱۶ میاشتو په موده کې ۱۳ لويې او وړې مرګونې دوښمنۍ حل او په دوستۍ بدلې شوې دي. ښاغلی لټون زياتوي چې يادې وژونکي دوښمنۍ په مرکز بازارک او بيلابيلو ولسوالیو کې حل او په ورورۍ بدلې شوې دي.
-
- 1403/10/17
د خوست ا.ق وياند طاحر احرار پوليس راډیو ته وویل: چې د اولې حوزې اړوند په يوې لوړ پوړيزه ودانۍ کې د ګازي بخارۍ له امله د یوې کورنۍ پنځه تنه چې یوه ښځه او څلور نارینه دي په شهادت رسیدلي دي. احرار زياتوي چې یاد کسان د پکتیکا ولايت د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکي دي،چې خوست ته د درملنې په موخه ورغلي وو.
-
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وياند محمد حلیم رافع پوليس راډیو ته وویل چې دې ادارې په میاشتني ډول د لګښتي توکو د بیو ارقام راټو او تحلیلوي، چې لهمخې یې د روان کال په لیندۍ میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۱٫۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی . دا زیاتوالی ۲۶٫۰ سلنه د سبزۍ او ۲٫۷سلنه د بورې او شیرینۍ په بیو کې دی. ښاغلی رافع زياتوي د غیر خوراکي توکو په بیو کې بيا ۲٫۰ سلنه زیاتوالی ښکاري چې ۶٫۲ سلنه یې د جامو شاخص، ۵٫۰ سلنه د کور سامان شاخص او ۵٫۴ سلنه د معالجې او تداوۍ شاخص په بیو کې ټيټ والی راغلی.
-
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وياند وايي چې ددې معينيت د هرات ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو په همکارۍ ۲۱۶ تنه روږدي کسان چې مخکې د یاد ولایت له بيلابيلو سیمو څخه را ټول شوي وو له درملنې وروسته د یاد مدیریت له خوا رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
-
د لغمان ولايت د پوليسو وياند يونس يوسفزی وايي چې نن سهار ۰۰؛۶ شپږ بجې د کابل جلال آباد پر لویه لار د لغمان اووم نمبر شهرا اړوند کاکڅ سیمه کې د یو فلډر او سراچه ډوله ټوډي موټرونو د ټکر له امله یوه ښځه مړه او د دوو ښځو په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي ښاغلي يوسفزي د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ بللی.