خبرونه افغانستان
-
د کرهڼې او مالدارۍ ریاست په دې هڅه کې دی چې د کرهڼې تر څنګ د مالدارۍ په برخه کې هم خپلې هلې ځلې پیاوړې کړي، څو د خلکو اقتصاد وده وکړي.
-
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم په لوګر ولایت کې د روغتیايي مرکزونو شمېر او خدمات په پام وړ پراخ شوي دي.
-
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د فاریاب ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو لخوا د یاد ولایت له مختلفو سیمو څخه ۱۵ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه صحي کمپ ته معرفي شوي دي.
-
په دغو عملیاتو کې چې د استخباراتو ریاست، د بلخ ولایت امنیه قومنداني او نورو امنیتي ارګانونو په ګډه ترسره کړل، دوه تنه انسان تښتونکي ووژل شول او یو بل کس ونیول شو، چې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.
-
د ننګرهار امنیتي مسؤلین له ولسونو غواړي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره له شخړو ډډه وکړي او هر ډول ستونزه له ارامه او قانوني لارو حل کړي.
-
نيول شويو کسانو په لومړنيو څيړونو کې د فرېب او دوکې ياد جرم منلى، چې د قضایي اجرأتو په موخه به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.
-
د سیمې اوسېدونکي وایي چې د اور د پراخېدو د مخنیوي لپاره یې شپهروځ کار کړی او د وسایلو د محدودیت باوجود یې د اور لمن تر ډېره محدوده ساتلې.
-
یاد روزنیز پروګرام د یادو کارکوونکو وړتیاوې لوړولې، چې له امله به یې د مستوفیت په کاري بهیر کې د پام وړ شفافیت او پرمختګ راشي. ګډونوالو د برنامې له محتوا او تنظیم څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې ترلاسه کړي مهارتونه به د خپلو دندو پر مهال په مؤثره توګه وکاروي.
-
- 1404/04/23
د یاد ریاست رئیس انجنیر عبدالله اکبري وویل، دا څارنه د هرات ښاروالۍ د وړاندیز او د ولایت مقام د حکم له مخې ترسره شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال د سړک قیر چارې د "سب بېس" په پړاو کې روانې دي.
-
په غونډه کې د رئیسانو او تخنیکي پرسونل نظریات هم واورېدل شول، څو د چارو لا اغېزمنتیا یقیني شي.


