خبرونه افغانستان
-
- 1404/04/17
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس ملا عبدالهادي ابرار په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ته سفر وکړ، څو د مستوفیتونو د چارو ارزونه وکړي او له مسئولینو سره جلا جلا لیدنې ترسره کړي.
-
د خوست امنیه قومنداني وایي، چې د زور، ګواښ او غیرقانوني فشار له لارې د نکاح هڅه نه یوازې د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی، بلکې د اسلامي امارت د مشرتابه له ښکاره فرامینو سرغړونه هم بلل کېږي.
-
د کورنیو چارو وزارت له ټولو اړوندو ارګانونو او منسوبینو غواړي چې یاد حکم په جدیت عملي کړي.
-
بله خوا د بلخ سیمهییزو چارواکو ټینګار کړی، چې د افغان سوداګرو د صادراتو د زیاتوالي لپاره به اړین فرصتونه برابر کړي.
-
محتسبین زیاتوي چې د یادو درملتونونو له مالکینو یې ضمانت واخیست چې بیا به تاریخ تېره درمل نه پلوري او که چېرته دا کړنه بیا تکرار شي، عاملین به یې قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.
-
- 1404/04/16
د یادو پروژو چارې د کونړ د والي، سرحدونو وزارت مرستیال، ولایتي چارواکو او قومي مشرانو په حضور کې پيل شوې.
-
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د تلپاتې امنیت ټینګښت، او د ټولنې د پرمختګ یوازینی لاره د ولسونو او امنیـتي ارګانونو ترمنځ همغږي او متقابل باور دی.
-
د ترهګرۍ ضد مدیریت چارواکي وایي، چې له دې وړاندې یې هم ګڼ شمېر غیرقانوني وسلې نیولې دي، او ژمن دي چې د وسلو د قاچاق او غیرقانوني ګرځونې پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.
-
چارواکي ټینګار کوي، چې د غلا، قاچاق او نورو غیرقانوني کړنو پر وړاندې به قانوني چلند دوام ولري، او هېچا ته به اجازه ورنهکړي، چې د عامه شتمنیو او طبیعي منابعو زیانمنولو هڅې وکړي.
-
د هرات ولایت له مختلفو سیمو څخه ۱۸۰ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه صحي کمپ ته معرفی شوي دي.


