خبرونه نړۍ
-
- 1404/02/17
د هند د برید په تړاو بیا پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي ، چې د هند پينځه جنګي الوتکې یې نسکورې کړې دي. خو هندي رسنیو د خپلو دوو الوتکو د نسکورېدو خبره تایید کړې.
-
دغه عملیات څو ورځې وروسته له هغه نن سهار وختي ترسره شول، چې د هند لومړي وزیر مودي وسلهوالو ځواکونو ته د پهلګام ترهګریز برید ته د ځواب ویلو لپاره بشپړه آزادي ورکړه.
-
په سپینه ماڼۍ کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو تر منځ له ناندریزې لیدنې وروسته لومړی ځل دی، چې دواړه هېوادونه یوې هوکړې ته رسېدلي او په خپلمنځي اړیکو کې یې پرمختګ کړی
-
د پاکستان هوايي شرکتونه سنګاپور، مالیزیا او د ختیځې اسیا ځينو نورو هېوادونو ته د الوتنو لپاره د هند فضايي حریم کاروي.یوه هندي لوړپوړه دولتي چارواکي یاد خبري اژانس ته ویلي چې دا بندیز د پاکستان پر پوځي الوتکو هم لګول شوی دی.
-
- 1404/02/11
دا اور چې کنټرول یې د اسراییلو دولت ته ګران شوی؛ د مهارولو لپاره یې د دې هېواد لومړي وزیر بنیمین نتنیاهو له نړۍوالو د مرستې غوښتنه کړې چې تر دا مهاله ايټالیې او کروشیا هېوادونو د مرستې ژمنه ورسره کړې.
-
د کرېملین ویاند دیمیتري پېسکوف وايي، دا څرګندونې له اوکرایین سره پر ملکي اهدانو د بریدونو نهکولو په تړاو مستقیمو خبرو اترو کې ښکیلتیا ته لیوالتیا په ګوته کوي.
-
ځايي مسولینو ویلي، چې ټپیان یې نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي، خو د کره تلفاتو په تړاو یې څه نه دي ویلي
-
د کشمیر په پهلګام کې د وسلهوالو له لوري پر ګرځندویانو له مرګوني برید وروسته د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي ژمنه کړې، چې بریدګرو او ملاتړو ته به یې سخته سزا ورکړي.
-
- 1404/02/06
نوموړي ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په جوړونه کې فعاله ونډه واخلي او د دې هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
-
د هندي کشمیر اړونده د پهلګام په سیمه کې پر ګرځندویانو ډزې وشوې، چې ګڼو ګرځندویانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. دې پېښې د نړۍ په کچه د نا امنۍ پر وړاندې غبرګونونه پارولي