خبرونه نړۍ
-
دغه راز ایراني رسنیو ادعا کړې، چې په تلابیب او نورو ښارونو کې د یوټیوب او انسټاګرام ژوندي نشرات هم حذف شوي دي
-
د دې خبري سرچینې په حواله د ایران استخباراتي او امنیتي ځواکونو د شپه او ورځې په ګډو هڅو سره دا عملیات ترسره شول، چې له امله یې د خرابکارو کړنو مخنیوی وشو.
-
د غزې روغتیا وزارت زیاته کړې، چې ټپیان ناصر روغتون ته لېږدول شوي او د ګڼېګوڼې له امله د اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي
-
هغه دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې واشنګټن پر ایران د برید له امله اسراییل سره هر ډول همکاري رد کړې ده
-
- 1404/03/27
دا تازه یرغلونه د هغو پراخو حملو یوه برخه ده چې په تیرو څو ورځو کې په تهران، ایلام او نورو سیمو کې ترسره شوي، چې په کې ګڼ شمېر پوځي او ملکي کسان وژل شوي دي
-
مراد یګانه، د دهلران ولسوال وایي چې دا ډرونونه وروسته له هغه له اسمانه غورځول شوي، چې اسرائیل د ایران پر یو شمېر ښارونو بریدونه وکړل
-
- 1404/03/27
دا وضعیت د افغان مهاجرینو لپاره، چې له وړاندې هم له ګڼو ټولنیزو او حقوقي ستونزو سره مخ وو، لا پسې سخت کړی او د دوی ژوند یې له رواني فشار، وېرو او ناخوندۍ فضا سره مخ کړی دی.
-
په الوتکه کې ۲۴۲ کسان سپاره وو، چې ویل کیږي یوازې یو تن ترې ژوندی پاتې دی.
-
هېره دې نه وي چې اسراییلو له ایران سره د نظامي جګړې په لړ کې په ټولنیزو رسنیو ځینې پاڼې او آن ځینې مهمې سرچینې په پيسو اخیستي ترڅو د ایراني دولت او ملت پر ضد ناسم او کمزوري معلومات شریک کړي.
-
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د «صهیونیسټي رژیم د دښمنانه کړنو پر وړاندې د مبارزې قانون» له مخې، چې د ۶، ۷، ۸ او ۱۰ مادې یې دا ډول فعالیتونه جرم ګڼي، له یاد رژیم سره هر ډول همکاري یا ملاتړ – که فرهنګي، تبلیغاتي یا اطلاعاتي وي او که بل ډول؛ د سختو قانوني مجازاتو سبب کېږي.


