خبرونه نړۍ
-
بمبار شویو کلیوالو ته مالي او ځاني زیانونه او ښتي.
-
اسرایيل وايي حماس توکي زخیره کوي؛ دوی ښه اراده نهلري.
-
پاکستان امریکا ته د کابل هوايي ډګر دپېښې د عامل په حیث په لاس ورکړی
-
- 1403/12/15
د ملګرو ملتونو سره منشي انتونیو ګوترېش په مصر د سوریې د انتقالي دولت له مشر احمد الشرع سره لیدلي دي.
-
په سپنه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي تر جنجالي بحث په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي.
-
د خپرو شوو راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې وسلهوالو بريدګرو د پاکستاني پوليسو يو غړی په ډزو سره وژلی دی. د هندوکش غږ د راپور پر بنسټ پر دغه پولیس د برید مسؤلیت، د پاکستاني حکومت پر وړاندې جنګېدونکي د حافظ ګل بهار ډلې منلی دی. پاتې دې نه وي چې په دې وروستيو کې د پاکستان په بيلابيلو مهمو ښارونو کې د وسله والو له لوري قوي بريدونه ترسره شوي چې پکې لسګونو نظاميانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
-
- 1403/11/27
يو شمېر پاکستاني رسنيو د راپورونو پر اساس، د پاکستان د بلوچستان په هرنايي شاهرک کې د ډبرو سکرو کان د کارکوونکو له موټر سره نږدې ماين چاودنه کړې، چې په پايله کې يې لس کسان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي. راپورونه زياتوي، چې په چاودنه کې د وژل شويو کارکوونکو له ډلې څخه یې ډېری هغه د پښتونخوا د سوات او نورو پښتون مېشتو سيمو اوسېدونکي دي. بايد وويل شي چې په پاکستان کې داسې چاودنې ډيرې شوي او د يو شمېر سياسي شنونکو په وينا چې پاکستان د خپل امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلی.
-
د يو شمېر عربي شبکو د راپورونو پر اساس، د سوریې نوي ولسمشر ښاغلي احمد الشرع د ولسمشرۍ له ټاکل کېدو وروسته په خپل لومړني بانديني سفر کې تېره ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د ياد هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره ليده کاته ترسره کړي دي. د راپورونو پر اساس د ياد سفر موخه له سوریې څخه د اقتصادي بندیزونو لرې کول، د دواړو هيوادونو ترمنځ د خپل منځي اړیکو بیا رغونه او ټينګښت او همدارنګه په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې ترسره شوي دي. بايد وويل شي چې په دې سفر کې له ښاغلي الشرع سره د سوریې د بهرنیو چارو د وزير اسعد الشيباني په ګډون یو شمیر نور لوړپوړي چارواکي هم تللي چې پکې د سوریې د لنډمهاله حکومت یو شمېر وزیران او چارواکي هم شامل دي.
-
کرملين تازه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان تېره ورځ په کرملين ماڼۍ کې د ستراتیژیکو همکاریو ۲۰ کلن مهم تړون لاسلیک کړ، چې د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو سره په مبارزه کې د دغه هېوادونو اړیکې لا نورې هم پیاوړې کوي او دواړه لوري به په سختو شرايطو او د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه کې له یو بل سره مرسته وکړي. خبرپاڼې زياته کړې چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان، چې په کرملین کې یې په ګډه دغه تړون لاسلیک کړی، دواړو دغه هوکړه ليک د خپلو اړیکو د نوي باب په توګه یاد کړی دی.