خبرونه امنیت
-
د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) د خپلو پوځي فعالیتونو کلنی راپور خپور کړی. دوی ادعا کوي، چې تېر یوه کال پکې یې په پاکستان کې ۵۵۶ بریدونه کړي دي. د دې ډلې په وینا، په دغو بریدونو کې ۵۴۴ د پاکستان پوځیان وژل شوي، ۹۳۰ نور ټپیان شوي او ۱۲ تنه ژوندي نیول شوي دي.
-
له نیول شویو کسانو څخه ۱.۱۶۴ کیلوګرامه شیشه، ۱.۵۱۲ کیلوګرامه چرس، څه اندازه تریاک، شیشه او ۱۰۰۵ عدده نشه يي ګولۍ ترلاسه شوي دي
-
د جرمني صدراعظم فریدریش مېرڅ د یکشنبې په ورځ څرګنده کړه چې د اوکراین جګړې اوږدېدو ته ځان اماده کړی دی، ځکه د ده په وینا، جګړې معمولاً یا د پوځي ماتې یا اقتصادي ستړیا له لارې پای ته رسېږي، خو د اوکراین او روسیې په جګړه کې دا دواړه نښې تر اوسه نه لیدل کېږي...
-
د هرات د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، د انجیل ولسوالۍ پولیسو د ځانګړو پلټنو په ترڅ کې یو موټر- چې څه موده وړاندې د دغې ولسوالۍ له اړوند سیمو څخه غلا شوی و- بېرته ترلاسه کړی دی.
-
د نړۍوالو رسنیو په حواله د شنبې په ورځ د یمن پر پلازمېنه صنعا د اسرائیلو په هوایي برید کې د حوثیانو حکومت د لومړي وزیر «احمد غالب الرهوي» په ګډون څو وزیران وژل شوي دي.
-
اندونیزیا کې پارېدلو لاریونوالو د شنبې په ورځ د درېیو ولایتونو د پارلمان ودانیو ته اور ور اچولی. دغه مظاهرې د وکیلانو د معاشونو قانون پر سر پیل شوې، خو د څو تنو له وژل کېدو وروسته په تاوتریخوالي واوښتې. د اندونیزیا ولسمشر د لاریونوالو پر وړاندې د سخت اقدام امر کړی دی.
-
دغه راپور چې د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) خپور شوی، پکې راغلي چې د دفاع وزارت د نوم بدلول کېدای شي د امریکا د کانګرس له لارې وشي، خو سپینه ماڼۍ د دې طرحې د پرمخ بیولو لپاره نورې لارې هم په پام کې نیولي.
-
د ننګرهار امنیې قومندانۍ پولیس راډیو ته په استولې خبر پاڼه کې وايي چې امنیتي ځواکونو په خپلو پرلهپسې عملیاتو کې د سرهرود ولسوالۍ د کوز سلطانپور کلي د یوې کورنۍ د شپږو غړو د وژنې په تړاو یو بل تن هم ونیوه.
-
د سرپل ولایت د سیدآباد ولسوالۍ امنیتي پولیسو یو کس د غلا په تور نیولی دی.
-
د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر ټوني برک څرګنده کړې، چې د ایران د سفیر د اېستلو پرېکړه د دغه هېواد د امنیتي او استخباراتي ارزونو پر بنسټ شوې او په دې تړاو د اسراییل د لاسوهنې خبرې بېاساسه دي.


