خبرونه امنیت
-
د کونړ امنیې قومندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې پولیس راډیو ته خبر ورکوي چې د کونړ - ننګرهار پر لویه لاره د ګډو امنیتي، او کشفي ارګانونو له لوري پراخ کمپاین وشو، چې په پایله کې یې پر هغو موټرو تمرکز وشو چې تورې ښیښې، لیزري ګروپونه او غیر قانوني هارنونه یې لرل.
-
د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ د نشهيي موادو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په مهترلام ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې څلور تنه د نشهيي موادو د پېر پلور او قاچاق په تور نیولي دي.
-
د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ تيزني سيمه کي د امنیتي ځواکونو له لوري هغه دوه تنه تورن غله چي له څه مودې راهيسي د امنیتي ځواکونو تر تعقيب لاندي وه د درېیو اسلحو سره يو ځای نیول شوي.
-
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند طیب حماد وايي چې د ننګر امنیه قومندانۍ اړوند د درېیمې امنیتي حوزې منسوبینو د خپلو امنیتي هڅو په دوام درې تنه غله نیولي دي.
-
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د اوکراین بېپیلوټه الوتکو د روسیې اټومي بټۍ په نښه کړې او هلته پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
-
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي تازه پر ایران تور پورې کړی، چې په اسټرالیا کې د یهودو پرضد په دوو بریدونو کې لاس لري او په همدې تړاو د ایران سفیر له خپلې خاورې باسي.
-
د مسوولینو په وینا، دغه وسلې له هغو کسانو سره وې چې په تېرنظام کې یې دنده لرله، او له لومړنیو څېړنو وروسته په ضمانت خوشې شول.
-
- 1404/06/04
ورته مهال: د ياد ولايت له مختلفو سیمو څخه ۵۷۸۶ تنه روږدي راټول شوي او د درملنې په موخه پلازمینه کابل د غوښتنې د کموالي رياست اړوند امید صحی کمپ ته پېژندل شوي دي .
-
له دې وړاندې د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن ادارې په نومبر میاشت کې اوکراین ته اجازه ورکړې وه، تر څو د توغندیو له دې سیسټم څخه د روسیې په داخل کې د موخو په نښه کولو لپاره ګټه واخلي.
-
لاوروف ټینګار وکړ، روسیه د اوکراین د ناټو غړیتوب هېڅکله نه مني او غواړي د اوکراین د روسي ژبې ویونکو خوندیتوب تضمین شي او د خاورې د مسایلو په اړه خبرې وشي.


