خپلواکي
خپلواکي دیو ژوندي ملت سا ده. یا په بله وینا؛ هغه لمر دی، چې د غلامۍ تیارې پرې رڼا کېږي. یو ملت چې د خپلواکۍ په ساتلو کې ناتوانه شي او د ازاد پاتې کیدلو هنر ونه لري، داسې دی؛ لکه باغوان چې باغ ته اوبه ورسوي خو د ساتنې پر مهال ترې غافله شي او ثمر ته له رسېدو مخکې یې طبعی افتونه تالا ترغه کړي.
همدا ډول د ازادۍ باغ هم یوازې د توپ او تورې په زور نه پاتې کېږي، بلکې د فکر، یووالي او زړورتیا په وینو وده کوي.
خپلواکي د یوې ښکلې مرغلرې په څېر ده؛ که په احتیاط وساتل شي تل به ځلېږي او که په بې پروایئ پرېښودل شي، تر خاورو لاندې به ورکه شي.
له سیاسي اړخه خپلواکي دا ده، چې یو ملت د خپلې خاورې د تقدیر قلم په خپل لاس کې واخلي، بیا یې یرغلګرو ته پرېنږدي او له هنري اړخه خپلواکي د یوې غزلې ازاده قافیه ده، چې د وجدان په ساز کې غږېږي.
راځئ د قربانيو په وینو ګټلې خپلواکي مو د پوهې په رڼا، د یووالي په سیوري او د عدالت په تله داسې درنه وتلو چې د تول هېڅ ډبره یې پورته نشي کړای، څو د راتلونکو نسلونو په سترګو کې دغه ستر او وياړلی ستوری ځلانده پاتې شي.