slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په افغانستان کې ترافيکي پېښې د خلکو د ژوند، اقتصاد او ټولنیز نظم لپاره یوه جدي ستونزه ده. د دغو پېښو مهم لاملونه د سړکونو ناسم حالت، د موټرو تخنیکي نیمګړتیاوې، د موټر چلوونکو بې‌پروایي، د ترافیکي قوانینو نه رعایت، چټک چلول، د موټر چلولو کمه تجربه او د خلکو د پوهي کموالی ګڼل کېږي.
د اسلامي امارت د چارواکو په دریځ کې ټینګار شوی چې د انسان ژوند ژغورنه د شریعت او قانون له مخې یو اساسي مسؤلیت دی، نو ځکه یې د ترافيکي پېښو د مخنیوي لپاره ځیني تدابیر په پام کې نیولي دي. له دغو لارو چارو څخه څو مهمې یې دا دي:

۱- د ترافیکي قوانینو پلي کول او له مقرراتو سرغړونکو سره قانوني چلند کول.

۲- د سړکونو د جوړونې او ترمیم پروژو پراخول چې د خرابو لارو ستونزه کمه شي.

۳- د موټرچلوونکو د پوهي لوړولو لپاره عامه کمپاینونه او تعلیمي پروګرامونه رامينځته کول.

۴- د موټر د تخنیکي معایناتو او مقرراتو سختول او د بې‌کیفیته وسایطو مخنیوی.

د چټک چلولو، بې‌پروايۍ او بې‌اجازې ډرایورۍ پر وړاندې کلک اقدامات.

په ټوله کې د امارت دریځ دا دی چې د ترافيکي پېښو کمول یوازې د دولت د ادارو دنده نه ده، بلکې د هر چلوونکي او هر وګړي ګډ مسؤلیت دی، چې د هېوادوالو د ژوند خوندي کولو لپاره د ترافیکو قانون ته درناوی وکړي.