مصنوعي ځیرکتیا به په کملوستو ټولنو کې کومې ستونزې رامنځته کړي؟
مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) د معاصرې ټکنالوژۍ یو داسې پرمختګ دی، چې پرمختللو ټولنو کې یې د زدهکړې، اقتصاد، درملنې او اړیکو په برخو کې پراخ بدلونونه راوستي. خو پوښتنه دا ده چې دا پرمختګونه به په هغو ټولنو کې چې د زدهکړو کچه پکې ټیټه ده، څه ډول اغېزې ولري؟
په نالوستو ټولنو کې ډېری خلک د لیک او لوست له نعمته بې برخې دي. کله چې دوی د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ کارکوونکي اپلېکیشنونه یا وسایل کاروي، د پایلو په درک کې له ستونزو سره مخ کېږي. د بېلګې په توګه، که یو کس د روغتیايي مشورې لپاره د AI پر بنسټ وسیله وکاروي، ښایي د پایلې سم یا ناسم تعبیر ونه شي کولای او دا د روغتیايي خطرونو سبب ګرځي. مانا دا چې د مصنوعي ځیرکتیا د پایلې څېړلو لپاره انساني پوهې ته اړتیا ده.
په لوستو ټولنو کې خلک د ناسم خبر، تبلیغ یا درواغو د شنلو وړتیا لري؛ خو په نالوستو ټولنو کې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوي درواغجن پیغامونه، جعلي عکسونه او ویډیوګانې ډېر ژر د خلکو پر ذهن اغېز کوي. دا کار کولای شي د ټولنیزو ګډوډیو، تاوتریخوالي او سیاسي ناارامۍ لامل شي.
مصنوعي ځیرکتیا ډېری دودیزې دندې اتومات کوي. په هغو ټولنو کې چې د خلکو مسلکي مهارتونه ټیټ وي، د کار له لاسه ورکولو خطر لا زیات دی. نالوستي کسان نه یوازې خپلې دندې له لاسه ورکوي، بلکې د نوې ټکنالوژۍ له غوښتنو سره ځان سمول هم ورته ګران وي.
نالوستې ټولنې د خپلې ژبې او فرهنګ د ساتلو په برخه کې له مخکې هم له ننګونو سره مخ دي. د مصنوعي ځیرکتیا وسایل که یوازې د نړیوالو ژبو ملاتړ وکړي، نو د دې ټولنو ژبې او کلتور به نوره هم څنډې ته شي او د هویت د ضایع کېدو ویره به ډېره شي.
که څه هم AI کولای شي د زدهکړې نوې لارې پرانیزي، خو په نالوستو ټولنو کې د دې ګټې اخیستنې امکانات محدود وي. د ډیجیټل نالوستۍ له امله د ټکنالوژۍ پر وړاندې بېباوري، وېره او د کارونې کمزوري به د شته شتمنو او بېوزلو تر منځ واټن لا پراخ کړي.
مصنوعي ځیرکتیا که په سواد لرونکو ټولنو کې د پرمختګ وسیله ګڼل کېږي، په نالوستو ټولنو کې د ستونزو نوې څپه راولاړولای شي. د دې مخنیوی یوازې هغه وخت شونی دی، چې د خلکو د سواد کچه لوړه شي، ډیجیټل زدهکړې ته پراخ لاسرسی برابر شي او د ټکنالوژۍ په اړه عامه پوهاوی ډېر شي. که نه، نو دا ستره لاسته راوړنه به د پرمختګ پر ځای د محرومیت ژور درز رامنځته کړي.