slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم نړیوالو بې ساري بندیزونه د فشار په ډول وارد کړل، دوی له دې طریقه هڅه کوله چې خپلې نامشروع غوښتنې په اسلامي امارت ومني او د ځان تابع یې وګرځوي. دوی ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخیسته، له اقتصادي بهران او نړیوالو بندیزونو سره مخ افغانستان د دوی په آند د هرې معاملې وړ و، خو داسې چې دوی انګېرله په ډیر لوړ تفاوت سره غلط ثابت شول، کله یې چې د امارت په دریځ کې د یوې زرې بدلون څرک هم ونه لیده، ددې په لټه کې شول چې څه ډول د اسلامي امارت سره اړیکې ښې کړي او د یو ډول تعامل لاره غوره کړي. دا چاره ظاهراً د دوی لپاره سخته وه، خو په خفیه توګه هر هیواد ددې په لټه کې شو چې څه ډول په دې برخه کار وکړي او ځان اسلامي امارت ته ورنږدې کړي، بیلابیلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ناستې ترتیب کړې او له یو او بل سره یې د سیمې د ثبات، سوداګریزو پیاوړتیاو او دېته ورته په نورو موضاعاتو بحثونه ترسره کړل. افغانستان چې تر اوسه د بندیزونو او نړیوالو فشارونو د آثر له امله په ډاګیزه ټوګه چا په رسمیت نه دی پیژندلی، خو په ډیرو هیوادونو کې یې سفیران منل شوي او د کونسلګریو ورځنۍ چارې یې په نورمال حالت کې پرمخ وړل کیږي، چې دا د یو ډول رسمیت پيژندنې په مانا ده. د هیوادونو په سر کې چین چې ځان یو ډول مستقل او د امریکا سره سیال هیواد ګڼي او د هیڅ هیواد فشار پر ځان نه تسلیموي، له نورو په دې برخه کې ګړندۍ شوی، د چین د سفیر باورلیک په افغانستان او د افغانستان د سفیر باورلیک په چین کې په څرګنده د منلو وروسته، د امریکا په شمول د هغو هیوادونو هیله مندي خاورې شوي چې د خپلو موخو په پار یې د فشارونو لړۍ لا پسې غځوله. امریکا چې په دې وپوهیده چې د افغانستان په اړه ټاکلي کړنلاره یې کومه نتیجه نه شي ورکولی، او د دوی د سیالانو د افغانستان سره د اړیکو پایلې پر مثبتې خوا دي، تیره ورځ یې اعلان وکړ چې امریکا په افغانستان کې د کونسلۍ پرانستې په باب ارزونه کوي.