slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

خالق یار احمدزی: وروسته تر هغه چې څو ورځې وړاندې، د بهرنیو چارو وزارت په نوښت، کابل کې د سیمې د ۱۱ هیوادونو د دیپلوماتانو ترمنځ غونډه تر سره او پر سیاسي، اقتصادي او نورو مسائلو خبرې وشوې، په پایله کې یې د امریکا هغه طلسم مات شو، چې لمخې یې هڅه کوله، افغانستان سیمې او ګاونډیو هیوادونو ته د یوې منفورې جغرافیې په توګه ثابت وساتي. ددې غونډې بله لاسته راوړنه دا وه چې، پر سبا یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دائمي غړي هیواد «چین » لخوا د افغانستان سفیر په رسمیت وپیژندل شو او د هغه اعتماد نامه یې ومنله. امریکا چې د منځني ختیځ، اوکراین او تایوان د مسئلو ترڅنګ، د نړۍ په مختلفو جالونو کې ځان ښکیل کړی، نه غواړي هیڅ ځای یې اقتصادي یا هم سیاسي ګټې تر ګواښ لاندې راشي. امریکا د چین د دې ګام په تړاو پټه خوله پاتې نه شوه، لومړی یې د چین دا ګام د پوښتنې وړ وباله، خو وروسته یې چې سوړ ځواب تر لاس کړ، نو سیمه کې یې د خپل شتون اړتیا حس او په کابل کې یې د خپلې قونسلګرۍ د خلاصون د اړتیا په هکله د یوه سند په خپریدو سره خبر ورکړ. ‏یاد سند وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نشر کړی او افغانستان کې یې خپل هغه څلور مهم اهداف پکې په ګوته کړي، چې پر اساس یې دوی باید افغانستان کې سیاسي حضور ولري. ۱- افغانستان دننه او بهر د نورو سره په سوله کې وي، تر څو تروریستي خطر ترې رامنځته نه شي. ‏۲- افغانستان اقتصادي وده وکړي او خود کفایي ته ورسیږي، خصوصاً د خصوصي سکتور له لارې. ۳- افغانستان کې ملی دیالوګ د ملي پخلاینې لپاره رامنځته شي. ۴- امریکا د خپلو اتباعو او هغو افغانانو لپاره چې امریکا ته د تگ غوښتنه لري پرسونل او تاسیسات آماده کړي. دلته د امریکا له څلورو اعلان شویو اهدافو، همدومره متفاوتې موخې هم مالومیږي؛ داچې امریکا ښایي وغواړي د چین او روسیې سره د څارنې او کنترول په هدف، په سیمه کې یوځل بیا خپل استخباراتي او آن پوځي حضور پراخ کړي ، چې پایله کې به یې افغانستان هم تر یوه حده د زور آزمایي مرکز وي؛ یا هم داچې دوی ښایي د ټرمپ کامیابیدو ته په هیله مندي سره دا ارزو لري، چې ا. ا. ا به ورسره پر افغان خاوره باندې د دوی پوځي حضور منلو ته زړه ښه کړي. خو دا چې پورته موخې د امریکا د اوسني مخ پر ځوړ وجاهت او افغانستان کې د شرموونکې ماتې له کبله ناشوني دي چې پلې شي؛ بیا ښایي چې دلته د خپلو مرموزو پلانونو یوه موخه د خپلو بړیڅو پړسول او د ځینو ایستلو ته زمینه برابرول وي. بهر صورت؛ خو د سیمې په هیوادونو کې د امریکا لخوا د نفاق خپرولو تخم، نور کار نه ورکوي او نه هم دا کولای شي چې د سیمې او ګاونډ هیوادونه پر افغانستان را ولمسوي، ځکه نوي افغان حکومت خپله اقتصاد محوره پالیسي په څرګندو ټکو، دوستانو او دشمنانو ته اورولې ده، چې لمخې یې اوس ټول خپلې ګټې په یوه آباد او مترقي افغانستان کې ویني. دا چې افغانستان د ټولې سیمې لپاره د یوه ښه اقتصادي څلور لاري په توګه اغیزمن ثابتیدای شي، نو هیڅوک هم د خپلو ګټو د خوندیتابه لپاره په خپل دغه ګاونډي کې د جل شویو سکروټو تداوم نه غواړي. یوه بله خبره هم دا ده چې که امریکا له افغانستان سره د اړیکو په ښه والي کې اخلاص ونه کړي، ښایي یو زیان یې دا هم شي، چې د سیمې نور امریکایي ضد هیوادونه به په اقتصادي او سیاسي ډګر کې له ا. ا. ا اړیکې مثبتې وساتي، چې دا به د امریکا مخ پر ځوړ وجاهت کې نور هم د غم داستان اوږدیدل وي او بس. د سیمې او نړۍ هیوادونو تر دې مهاله همدا څارل چې ا. ا. ا به په ناڅاپي بریا کې هومره اغیزناکه حکومتولي رامنځته نه کړي او نه به هم د هیواد پولې له بهرني شره خوندي وساتي؛ خو له کله هم چې دلته د بهرنیو استخباراتي کړیو، شومو پلانونو سر خوړلی او دلته یې مرتزقه ګوډاګیانو هم کومه لاسته راوړنه نه ده درلودلې، نو ټول خپل او پردي پوهه شوي چې نور له افغانستان سره د یوه سیال هیواد په توګه د دیپلوماتیک چینل فعال ساتل ورته اړین دي. د سیمې ځینې هیوادونو وار له مخه دا کار پیل کړی، د امریکا په څیر هیوادونه هم کرار کرار پر دې مسیر قدم ګدي او آخر به هم اسلامي امارت د خپل یوه مهم سیال حریف په توګه مني. دا چې نړیوالو تر دوه کلن ځنډ وروسته، د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو کنګل مات کړی او ورځ تر بلې په دې برخه کې اغیزمن ګامونه پورته کیږي، نو په دیپلوماتیک او سیاسي ډګر کې هم ورځ تر بلې هیلې مخ پر زرغونیدو دي چې له برکته به یوه ورځ خامخا د ا. ا. ا د ملګرو ملتونو د یوه برجسته غړي په توګه په رسمیت منل کیږي.