slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

خوارج د اسلام په جامه کې، د مسلمانانو ترټولو سرسخته او قسم خوړلي دښمنان دي، دوی د صحابه کرامو (رضوان الله تعالی علیهم اجمعین) له زمانې څخه رانیولي تر ننه پورې د مسلمانانو تر منځ نفاق خپروي، بې حیثیته کوي یې او د مسلمانانو د لمنځه وړلو لپاره ډول ډول دسیسې جوړوي. خوارج په داسې حال کې ځانونه پر حقانیت ولاړ بولي، شعار له توحید څخه دفاع یادوي او له شرک سره د مبارزې لپاره د سرښیندنې اظهار کوي، چې د الله ج او د هغه د رسول (صلی الله علیه وسلم) په نزد ګمراه او دوزخي ډله بلل شوي ده. نبي کریم صلی الله علیه وسلم خوارج د اسمان لاندې بدترینه ډله یاده کړي ده او ویلي یې دي چې زیری دی د هغه چا لپاره چې دوی یې ووژل او یایې دی وواژه، په یو بل ځای کې نبي کریم صلی الله علیه واله وسلم فرمایلي: که تاسې چیرته دوی وموندل نو د عاد قوم په څیر یې ووژنئ. نو له دې حدیثونو څخه د خوارجو اصلي څهره ښه بربنډولی شو. په لومړي وار دا فاسده او ګمراه فرقه چې وجود ته راغله ځان يې اسلام ته منسوبوه، نو په هغه وخت کې یې د حضرت علي رضي الله عنه او د حضرت معاویه رضي الله عنه په شمول په موجودو ټولو صحابه کرامو د کفر ټاپه وواهله، حال دا چې به دغو صحابه کرامو کې بعضې داسې هم موجود وو چې په عشره مبشره کې شامل وو، يعنې نبي علیه السلام ورته په ژوند کې د جنت زيري ورکړی وو. د خوارجو په تکفیر او د وژلو په اړه د علماوو هیڅ اختلاف نشته، ځکه چې د وژلو حکم یې په خپله نبي کریم صلی الله علیه واله وسلم بار بار ورکړی دی. نبي کریم صلی الله علیه واله وسلم د خوارجو په اړه فرمایلي دي « که تاسې ته خوارج چیرته په مخه درغلل نو وه یې وژنئ، ځکه چې په وژلو کې یې لوی اجر دی. قاضي ابوبکر بن عربي فرمایي: د ټولو علماوو په دې خبره اتفاق دی چې خوارج او دوی ته ورته نور د وخت باغیان چې د اسلامي او شرعي حکومت پر وړاندې پاڅون وکړي او وسله پورته کړي نو د هغوی له پوهولو وروسته د ډارولو او سمې لارې ته د راوستلو لپاره له هغوی سره قِتال واجب دی، ځکه چې په اسلام کې خوارج یوازینۍ هغه ډله ده چې خپل بدعت او ګمراهي د وسلې او تورې په زور په خلکو مني او د مسلمانانو وژل د خپلې عقیدې او نظریې پر اساس د ثواب کار بولي. له پخوانیو خوارجو په توپیر سره د اوسنیو خوارجو جرم او بغاوت یو په دوه زیات دی، ځکه چې دوی په مستقیم ډول د لویو-لویو کُفري هېوادونو له خوا حمایه کېږي او کمپاینونه ورته کوي، دوى اصلاً د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو لپاره کار کوي، چې د همدغې موخې مخته وړلو لپاره یې د کفري هیوادونو په ملاتړ د داعش په نوم پروژه پر لاره اچولي، تر څو د اسلام په جامه کې د اسلام او مسلمانانو د بدنامۍ او وژلو په لټه کې شي او تر خپله هدفه له دې لارې ځانونه ورسوي. نو له همدې وجې د خوارجو (داعیشیانو) پر خلاف زموږ مبارزه جنګ نه، بلکې عظیم جهاد دی، چې د خپلې دیني وجیبې پر اساس یې ترسره کوو، ددې سپيڅلي او مبارکې مبارزې په ډګر کې موږ ته د رب ج او د خوږه رسول الله صلی الله علیه واله وسلم له لوري د لویو اجرونو زیری راکړل شوی دی.