slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

اسلامي امارت پر اساسي قانون د کار د جریان خبر ورکوي او زیاتوي چې دم ګړۍ د دوی لپاره راستنېدونکو کډوالو ته رسېدنه، ښه حکومتوالي او د خلکو پر اقتصادي وضعیت غور دی. د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل:«ځینې لومړیتوبونه دې چې موږ یې باید ترسره کړو، تر څو داسې پړاو ته ورسېږو چې قانون جوړونې او دغه راز پر ټولنې د قانون پلي کولو ته لار هواره شي.» ورته مهال، ځينو حقوق پوهانو په یوې غونډه کې چې د نومبر پر ۱۷ او ۱۸ په ژنیو کې جوړه شوې وه، د هېواد د معتبر، راڼه او هر اړخیز اساسي قانون د مسودې د جوړېدو غوښتنه کړې. په دغه غونډه کې حقوق پوهانو په هېواد کې د اساسي قانون نشتوالی اندېښمنوونکی بللی دی.