slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ميدان وردګو په نرخ،چک، سيدآباد، جغتو او جلريز ولسواليو کې د ۳۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنځو ذخيروي بندونو د جوړولو چارې د ميدان وردګو دوالي قاري بختيار معاذ، د کابل سينديزې حوزې دعمومي رئيس انجنير حبيب الرحمن حقپال، د ميدان ښار دسينديزې فرعي حوزې درئيس مولوي عبدالصمد حليم او د يو شمېر نورو سيمه ييزو مسؤلينو په شتون کې پيل شوې.دغه ذخيروي بندونه د ځمکې لاندې اوبو د تغذيې په موخه جوړېږي او په جوړېدو سره به يې ۲۲ زره متره مکعبه اوبه ذخيره شي. د دغو پروژو چارې د اسلامي امارت په مالي لګښت د ميدان وردګو ولايت په نوموړو ولسواليو کې پلي کېږي.