خبرونه افغانستان
-
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ملکي مرستیال د نیالګیو کېنولو ملي پروګرام کې رسنیو ته ویلي، چې سږ پسرلی به دا اداره دوه میلیونه نیالګي کېنوي.
-
تېره سه شنبه د تخار پولیسو ۶۲۹۹کیلو ګرامه تریاک کشف کړي، چې قاچاقوړونکو په زیات مهارت په یوه لوی موټر کې ځای پر ځای کړي وو.
-
د پکتیا ولایت منسوبین وايي، چې تېر ماښام یې پینځه کسان داحمدخېلو په مربوطاتو کې د غلا پر مهال لاس پر لاس نیولي.
-
پولیس راډیو ته په رالېږل شوي راپور کې د ننګرهار امنیه قومندانۍ وايي، چې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون یې ۱۴۹ تنه اړمن هېوادوال مختلفو مرستندویه ادارو ته ورپېژندلي.
-
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما له دندو ناخوښي ښودلې. ښاغلی مجاهد وايي، چې یوناما په خپلو راپورونو کې حقایق نه خپروي.
-
اطلاعاتو او کلتور وزارت رسنیو ته ویلي چې د جام منار په دره کې یې سیلانیانو ته په نړۍوال معیار برابر هوټل جوړ کړی دی.
-
د لوګر ولایت منسوبین وايي، چې په یاد ولایت کې یې دوه کسه د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیولي.
-
- 1403/12/14
د سمنګانو امنیه قومندانۍ خبر ورکوي چې یو قاتل یې وروسته له هغه نیولی، چې د یوه ملکي تن له وژلو وروسته پينځه کاله پټ ګرځېده.
-
د میدان وردګو ولایت د سرې میاشتې ټولنې مسؤلان وایي، چې یادې ټولنې په تېره یوه میاشت کې ۲۵۰۰ کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.
-
د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست پلاوي کونړ ته د سفرپرمهال امنیه قوماندان سره وکتل.


