خبرونه افغانستان
-
د ښارواليو چارو سمون عمومي رياست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، فراه ښاروالۍ د ښار د زرغونتیا او سمسورتیا په موخه ۳ معیاري ګلخانې جوړي کړې،چې په یادو ګلخانو کې به مثمر او غیر مثمر نیالګي روزل کیږي. سرچينه زیاتوي چې په دغو ګلخانو کې به د بېلابېلو ډولونو نیالګي پالل کیږي، چې وروسته به د ښار په مهمو برخو کې کېنول شي.
-
د بلخ ولایت د والي وياند حاجي زيد پوليس راډیو ته وویل چې د ياد ولايت د والي په ځانګړې لارښوونه، د بلخ ولايت د علماوو شوری د رئیس په مشرۍ یوه ۹ کسیز پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او د هغه هیواد له چارواکو سره یې کتلي دي. د حاجي زيد په خبره، په دغه غونډه کې د ګډ بازار، ټرانزیټي وسایطو ته د اجازې ورکولو، د ګډ بازار روغتون ته په پېژندپاڼې سره د عاجلو ناروغانو وړلو اجازې او د وېزې د صدور په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي. سرچينه زیاتوي، په دغه غونډه کې د یو لړ نورو ورته مهمو مسایلو په اړه دواړو لورو یو لړ پرېکړې هم کړې دي.
-
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې د ياد وزارت چارسمبال وزير الحاج نورالدین عزیزي په الماتا ښار کې د افغان سوداګرو لپاره د یوه سوداګریز مرکز د جوړولو، د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ د قراردادونو په تړاو د ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو، په افغانستان کې د قزاقي سوداګرو د پانګونې او په کابل کې د قزاقستان د سفارت له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو د صادرولو په تړاو د آسانتیاوو رامنځته کېدو په اړه ګټور بحثونه ترسره کړي دي.
-
د خوست ولايت اق وياند طاهر احرار وايي، د اولې امنیتي حوزې د مسؤلانو او د سیمه ییزو قومي مشرانو په منځګړیتوب، د جوال شاه او حاجي والبیک تر منځ ۳۰ کلنه دوښمني چې یو کس پکې وژل شوی و، د دواړو لوریو په رضايت سره حل او په دوستۍ بدله شوه. په همدې مراسمو کې بيا یو شمېر ګډونوالو له حکومت څخه مننه کړې، چې د خلکو اساسي ستونزو ته پاملرنه کوي او د خلکو ترمنځ د لسیزو راهیسې ژور خفګانونه په مینه او دوستۍ بدلوي.
-
د پکتيا ولايت د پوليسو وياند منيب ځدران پوليس راډیو ته وویل: چې ددې قومندانۍ د پاسپورټ آمریت لخوا خلکو ته د خدمت او خپلو پېرودونکو ته د اړتياوو پر اساس، ١٠٩٢٤ جلده پاسپورټونه په انلاین او ١٦٤٢ نور په افلاین ډول د عاجلو ناروغانو، په بورسيو باندې تلونکو زده کړيالانو، ویزه لرونکو او دولتي کارمندانو ته اجرا کړي. هېره دې نه وي چې په ټول هېواد کې اوس مهال د پاسپورټ امريتونو له لوري ټولو هېوادوالو ته اسانتياوې برابرې شوې دي.
-
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې وياند محمد حليم رافع پوليس راډیو ته وویل؛ روان کال په هېواد کې په لومړي ځل په ۱۵ ولایتونو کې د پنبې سروې ترسره کړې ده، چې پر اساس یې په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده. رافع زياتوي د دې سروې ارقام ښيي چې د تېر کال په پرتله د پنبې په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی او تر ټولو ډېره پنبه (۸۰ زره مټریک ټنه) په هلمند ولایت کې، په بلخ کې څه باندې ۳۴ زره مټریک ټنه، کندهار کې څهباندې ۱۱ زره مټریک ټنه، جوزجان کې نږدې ۱۱ زره مټریک ټنه او ننگرهار ولایت کې څه باندې ۵ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.
-
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وياند علا محمد مدني پوليس راډیو ته وویل،چې ددې معينيت د کشف تخنیکي تدقیق ریاست اړوند د راډیویي کشف او پیسو د تطهیر مدیریت منسوبینو لخوا د کابل ښار ۱۷مې او ۵مې حوزې له اړوندو سيمو څخه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۳ تنه له ۱.۹۰۰ کیلو ګرامه شیشې سره یوځاي نیول شوي دي.
-
د پکتـيا ولايت د پوليسو وياند منيب ځدران وايي،د ا.ق اړوند د ډنډې پټان ولسـوالۍ په ستیا سیمه کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو لخوا د یو کشفي راپور پر اساس، ٣٤٣٠ دانې ټابلين نشه يي ګولۍ، چې په یو عراده زرنج کې له پاکسـتان څخه افغانستان ته د درې تنو قاچاق وړونکو له لوري را قاچاق کیدلې کشف او ونیول شوې. په ورته مهال کې بيا په څمکنـیو ولسـوالۍ کې هم، یو تن له ٥٦ عددو ټابلين ګولیو سره یو ځای لاس په لاس نیول شوی دی.
-
- 1403/11/21
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې،نن( يک شنبه د سلواغې ۲۱ نېټه) په کابل،ميدان وردګ،لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزني، جوزجان، بلخ، پروان، بغلان، پنجشير، هرات، فراه، هلمند، نيمروز، کندهار، ارزګان، زابل، دايکندي، غور بادغیس، فارياب او سرپل کې د تيز باران او واورې د ورېدو اټکل کړی. همدا راز ياد وزارت د هېواد په بيلابيلو ولايتونو کې د باران کچه د ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي مترو او د واورې د ورېدو کچه د ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.
-
د خوست ولايت د پوليسو وياند طاهر احرار وايي،ددې قومندانۍ اړوند د ډایاک امر مولوي محمد طاهر خالد په مشرۍ د یو شمېر قومي مشرانو په منځګړیتوب،د مرکز اړوند ورغه سیمه کې د ګلدات خان او عیدات خان کورنيو ترمنځ ۲۳ کلنه مرګونې دوښمني چې پکې یو تن وژل شوی و، د دواړو کورنيو په رضایت سره حل او په دوستۍ بدله شوه.


