خبرونه افغانستان
-
د نورستان ولايت وياند فريدون صميم وايي چې ددې ولايت د والي الحاج قاري زين العابدين عابد په سپارښتنه،د lOM مؤسسې له لوري، د وايګل ولسوالۍ په ژک سيمه کې د اتو هغو زيانمنو شويو کورنيو سره د کور د اړينو وسايلو مرسته وشوه چې څو ورځې وړاندې يې کورونه په اورلګېدنه کې زيانمن شوي و.
-
- 1403/11/18
د هلمند ولايت مقام وياند مولوي محمد قاسم رياض وايي،چې ددې ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د عامې روغتیا وزارت د چارسمبال وزير ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له لوري او د ياد ولايت د والي الحاج مسلم کندوزي او د يو شمېر ولايتي مسؤلانو په حضور کې د ۲۶ ميليونونو افغانيو په ارزښت،يو باب ۳۰ بستريز روغتون چې ۲۴ خونې لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. بايد وويل شي چې ياد روغتيايي مرکز د عامې روغتیا او ولايتي مسؤلانو په ګډې همغږۍ او د يونيسيار مؤسسې په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
-
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي؛ چې ددې وزارت مربوط د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د ثقیله اسلحو په ورکشاپ کې اته ضربه اوبوس توپونه د مسلکي او تخنیکي انجنیرانو په هڅو چې د تېرې ادارې پر مهال تخریب شوي وو ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم په یاد ورکشاپ کې په زیات شمیر دهشکې، زیکویک او ډي سي توپونه بیا ځلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
-
د هلمند ولايت وياند مولوي محمد قاسم رياض وايي، چې ددې ولايت د مارجې ولسوالۍ د ولسوال،ا.قومندان او د يادې ولسوالۍ د ځينو نورو امارتي مسؤلانو،علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د ۲ کورنيو ترمنځ د ځمکې د ويش پر سر رامنځته شوې، هغه دوه کلنه دوښمني حل شوې چې پکې ۲ تنه وژل شوي وو. ښاغلی رياض وايي چې پرېکړه د دواړو کورنيو په رضایت سره حل او د وژل شوو کسانو کورنيو ته ۳۳ لکه افغانۍ د مالي جبران په توګه د مقابلې کورنۍ له لوري ورکړل شوې.
-
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند، تېره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» له مرستیال ایندریکا راتوات سره کتلي دي. د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو شویو افغانانو ته د «یوناما» له لوري د رسول شویو مرستو څخه مننه کړې. سرچينې ويلي ښاغلي برادر اخوند له یاد بنسټ څخه غوښتي چې په افغانستان کې دې د بشري مرستو په ويشنه کې رونټيا رامنځته کېدو ترڅنګ؛خپلې مرستې پراختیايي برخو ته هم واړوي؛ ترڅو هېوادوالو ته په بيلابيلو برخو کې د سهولتونو زمينه رامنځته شي. په همدې حال کې بيا اندریکا راتوت ډاډ ورکړی او ويلي دې چې مونږ به د اسلامي امارت سره په ګډې همغږۍ خپلو پراختیایي او بشري مرستو، د خصوصي سکټور ملاتړ او افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیل کښت برابرولو سربېره په یو شمېر نورو برخو کې هم مرستو ته دوام ورکړو.
-
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې ددې وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ییزو قول اردوګانو ٤١٢ تنه ځوان منسوبين د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو،د قومندانۍ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
-
د بغلان ولايت د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو ریاست مسؤلان وايي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د حکم پر اساس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه بغلان ولايت کې هم د ځمکې تثبيت چارې بشپړې شوې. سرچينې زياته کړې چې د يادو ځمکو د تثبيت اسناد په رسمي بڼه د ياد ولايات په مقام کې لاسلیک شول چې دغه سندونه به د نورو اجرااتو په موخه مرکز ته واستول شي. بايد وويل شي چې ياده زر جریبه ځمکه د مرکزي بغلان په چمقلا سیمه کې ځانګړې شوه.
-
-
داورلګېدنې مهارول او پر مهال يې د خلکو ژغورنه د اطفايې له لومړیتوبون څخه ګڼل کېږي. #پولیس_راډیو
-
په چین کې د افغانستان سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ا.ا.ا. لوی سفیر مولوي بلال کریمي (د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۵م کال انلاین محصول او د شانډونګ د پرمختللي تجارت) تر عنوان لاندې د افتتاحيه غونډې ته وینا وکړه. د معلماتو پر اساس په دې غونډه کې د یاد سازمان د عمومي منشي مرستیال، ددې سازمان سیمه یز مشر، د چین هیواد د سوداګرۍ خونې مشر، او د یو شمیر نورو هیوادونو سفیرانو هم ګډون کړی وو. خبرپاڼه زياتوي چې ښاغلي مولوي بلال کریمي د شانګهای سازمان له غړو هیوادونو سره په بيلابيلو موضوعاتو او د نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو پر لا ټینګښت خبرې کړي. پاتې دې نه وي چې افغان سفير د ياد سازمان د عمومي منشي له مرستیال او ځينو نورو مشرانو سره په جلا جلا توګه ليده کاته ترسره کړي دي.


