خبرونه افغانستان
-
- 1403/12/13
د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ رهبرۍ مقام د دفتر مدیر سمونمل محمد یوسف حذیفه د بلخ ولایت مولانا جلال الدین محمد بلخي پوهنتون له مسؤل سره د راروان تحصیلي کال لپاره د نويو محصلینو د جذب په موخه د ګډو همکاریو تړون لاسلیک کړی.
-
د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سلام پريس ته ويلي، چې دغه لاره لا هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده ده.
-
په کندهار ولایت کې د یوه کانال، استنادي دېوال، د اوبو کنټرولي دروازو او د ځینو پلګوټو جوړونې پروژې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
-
- 1403/12/13
دپنجشیرولایت امنیه قوماندانۍ پرسونل (24 )ساعته په خپلو دندومؤظف اودامنیت دتأمین په موخه ثابت اوسیارچیک پاینټونه اوګزمې ترسرکوي.
-
ولايت وياند حاجي زيد پوليس راډیو ته ويلي، چې ددې ولایت د ټولګټو چارو ریاست او کنډک شهراه له لوري تېره شپه د حیرتان او مزار پر عمومي سړک بند پاتي موټر له شګو څخه رایستل شوي او دغه شاهراه د شګو څخه پاکه شوې ده. د ښاغلي حاجي زيد په وينا یاده شاهراه تېره شپه د ریګونو او شديد باد له کبله د څو ګړيو لپاره د تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې وه چې دواړو خواو ته سلګونه عرادې موتر بند پاتې و.
-
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۱۵.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست په محصولي ګمرک کي د کارکوونکو له پاره لیلیه جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل شوې ده.
-
د کندهار امنیه قومندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیریت په تېره یوه اونۍ کي د کندهار په یو شمېر حوزو او ولسوالیو کي د نشهیي توکو پر ضد ۴۹عملیاتونه ترسره کړی دي.
-
د پوليس راډیو د سرچنو د خبر له مخې؛ تېره شپه ناوخته د تورخم پر پوله پاکستاني مليشو د افغان پولهساتو د تاسيساتو جوړولو پر مهال بريد کړی چې په مقابل کې يې افغان ځواکونو ګړندی ځواب ورکړی.
-
د مویتای نړیوالو سیالیو په موخه د افغانستان د مویتای فېډرېشن لوبغاړو درې یوه کسیزه ډله د هېواد د ورزش ادارې په هراړخیز د تالینډ مرکز بیناکاک ته روانه شوه.
-
- 1403/12/12
د پروان ولایت سیمهییز منسوبین وايي چې په دې ولایت کې د دوو کورنیو منځ یوه زره دوښمني پای ته ورسېده


