خبرونه افغانستان
-
- 1403/10/10
د ابو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛چې د کندهار ولایت په ژيړۍ، میوند، ډنډ، دامان، ارغنداب، تخته پل، سپین بولدک، پنجوایي او ارغستان ولسوالیو کې د څارنیزو څاګانو د کېندلو چارې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې. سرچينې زياته کړې چې يادې څارنیزې څاګانې د اوبو د سطحې او کیفیت د معلومولو په موخه د یونیسیف په مالي لګښت د کندهار د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې کېندل کېږي.
-
د پکتيا ولايت وياند محمد رسول احمدي پوليس راډیو ته وویل چې د مرکز ګرديز د کرماشي سیمه کې د يوه ستر ۱۵۰ بستريز روغتون د بنسټ ډبره ايښودل کېږي. احمدي وايي دغه روغتون د متحده عربي اماراتو په مالي لګښت جوړېږي، چې پۀ عصري طبي وسایلو به مجهز وي.
-
د غزني ا.ق ویاند ابو خالد سرحدي وایي، چې د یاد ولایت د ګیلان ولسوالي اړوند د کابل کندهار په لویه لار د تور پوستې سیمې ته څیرمه د یو عراده بار وړونکي او کرولا موټر تر منځ د ټکر له امله یو تن شهيد او یوه ښځه او ٦ ماشومان ټپيان شوي دي. د يادونې وړده چې یاد کسان ټول د یوې کورنۍ غړي وو.
-
د لغمان ولایت ا.ق وياند وایې، چې د یاد ولایت مهترلام ښار د دوهمي امنیتی حوزی اړوند قلعه کوټ سیمه کي یو عراده فلاینکوچ او دوه هندي ریکشو ترمنځ د ټکر له امله د دوو ماشومانو او یوې ښځینه په کډون پنځه تنه وژل شوي او ١٧ تنه ټپیان شوي چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د یادونې وړ ده چې پيښه د چلوونکو د بې احتیاطي له امله رامنځته شوي ده.
-
- 1403/10/09
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د دویمې پلې لواء مسوولین وايې چې په دغه لواء کې ۲۷ نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوی دي. همدغه وسایط د قول اردو تخنیکي او مسلکي ټیمونو ترمیم کړي چې ۲۰ زغروال ټانګونه، ۴ امبولانسونه او ۳ انټرنیشنل شامل دي.
-
مجاهد: اسلام اباد د کابل او بیجینګ ترمنځ باور لمنځه وړي
-
د افغانستان لپاره د ایټالیا سفیره: هېواد یې د روغتیا، اوبو، حفظ الصحې او دوه اړخیزو اړیکو په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی
-
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شینوارو د قومي مشرانو ستونزې واورېدې
-
د اداري کمېسيون په ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول
-
شیخالحديث دلاور: هغه افغانان چې له هېواده بهر په زده کړو بوخت دي؛ زموږ ملي پانګه ده


