خبرونه افغانستان
-
د سرچینو په وینا، څه موده وړاندې هم امنیتي ځواکونو په مرکز ترینکوټ کې ورته عملیات ترسره کړي وو چې په پایله کې یې د وسلو او مهماتو یوه بله لویه محموله په لاس ورغلې وه.
-
د پروان مسولین وايي؛ دغه رنګین بینرونه او ځړول شوې پاڼې نه یوازې ښار ته نوې روحیه وربښي، بلکې د ولس د ویاړ، مینې او خپلواکۍ د ارزښتونو ښکارندویي کوي.
-
د ننګرهار امنیه قومندانۍ اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې امنیتي ځواکونو د خپلو دوامدارو امنیتي هڅو او دقیقو څارنو په نتیجه کې، دوه تنه هغه مهال لاس په لاس ونیول چې د جلالاباد ښار په مربوطاتو کې یې د بهرنیو اسعارو غیرقانوني پلور کاوه.
-
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې په پینځو ولایتونو ۳۹ تنه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.
-
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معین مولوي گلزرین صابر د پاکستاني پانګوالې کمپنۍ اچ ار ال (HRL) له لوړپوړو مسؤلینو سره د افغانستان په ځانګړې توګه د نوي کابل ښار د استوګنې پروژو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.
-
د میدان وردګ ولایت محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، او ټولنیز فساد د مخنیوي په موخه په سید اباد ولسوالۍ کې یو تن ماهر کوډګر، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې غیر شرعي دمونه کول او له خلکو څخه یې پیسې اخیستې نیولی دی.
-
- 1404/05/23
د نوموړي په خبره، د دې پلان ترتیب د وزارت د ښاري پراختیا او منظمو استوګنیزو سیمو د رامنځته کولو په موخه یو مهم ګام بلل کېږي، چې تمه ده، د بېرته راستنو شویو کورنیو د سرپناه اړتیاوې په معیاري ډول پوره کړي.
-
- 1404/05/22
د ولایت مقام د دفتر رئیس رحمت الله "غورځنګ" د ښاروالي د هڅو ستاینه وکړه او د بشپړ ملاتړ ډاډ یې ورکړ. نوموړي له تخنیکي ټیمونو وغوښتل چې د پروژو د کیفیت او پر وخت بشپړېدو لپاره پر کارونو دوامداره څارنه وکړي.
-
په یاده مرسته باندې یې اخیستوونکې کورنۍ خوشحاله دي او وایي، چې اقتصاد به یې ورسره وغوړیږي او له دې درکه به یو څه عواید ترلاسه کړی.
-
چهارشنبه – ۱۹ صفر المظفر ۱۴۴۷هـ ق


